د لاسرسي ځای

افغانستان: دوه میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي


د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

صفي الله ستانکزی - کابل

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسیف وايي چې په ټول افغانستان کې شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې شپیته په سلو کې یې نجونې دي.

د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې مرستیال ډاکټربالاجي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې هڅه کي دې چې د سیمه ییزو ښوونځیو او چټکو زده کړو له لارې له زده کړو محرومو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

ډاکټربالاجي وايي د ښځینه ښوونکو نشتوالی او نا امنۍ هغه دوه عمده عوامل دي چې ډېر ماشومان یې له زده کړو محرومه کړي دي.

« په ښوونځیو کې د هلکانو په مقایسه د نجونو شمېر ډېر کم دی. شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان په بشپړه توګه له زده کړو محرومه دي او له ښوونځیو لرې پاتې دي چې پکې څه باندې شپیته فیصده نجونې شاملې دي. د نجونو د درس په وړاندې تر ټولو لوی خنډ د ښځینه ښوونکو نه موجودیت دی. »

د بالاجي په خبره له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په ټول افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې ښوونځيو ته ورځي له نهو لکو اته نیم میلیونو ته پورته شوی دی خو لا هم ډېر وخت پاتې چې په بشپړه توګه په دې برخه کې ستونزې هوارې شي.

یونیسیف وايي چې په جنوب،ختیځ او مرکزي سیمو کې ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي.

اخوا د پوهنې وزارت وايي چې جګړو او ټولنیزو دودونو د ډېرو نجونو د تعلیم مخه نیولې خو دوی هڅه کوي چې د سیمه ییزو ښوونځیو په پروګرام کې د ډېر شمېر نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

ددغه وزارت ویاند مجیب مهرداد د یکشنبې په ورځ مشال راډیو وویل اوس څه باندې دوه لکه ماشومان په دغو ښوونځیو کې زده کړې مخته بیايي چې ډېر شمېر یې نجونې دي.

« جګړې او نا امنۍ هغه لاملونه دي چې د نجونو د درس مخه یې نیولې او له امله یې د یو شمېر نجونو کورنیو هغوی درس ته نه دې پريښي.د پوهنې وزارت له نړیوالو موسسو سره په همکارۍ کې یو شمېر دا ماشومان چې د یادو دلایلو له امله له درس لرې پاتې دي په خپلو ښوونیزو پروګرامونو کې شامل کړي دي.»

د ښاغلي مهرداد په وینا په ټول افغانستان کې شاوخوا دوه لکه ماشومان د سیمه ییزو ښوونځیو په چوکاټ کې تر روزنې لاندې نیول شوي چې همدا له ښوونځې لرې پاتې نجونې هم پکې درس وایي.

نوموړی زیاتوي چې په ټول افغانستان کې څه باندې دېرش په سلو کې ښځینه ښوونکې درس ورکوي خو هڅه روانه ده چې دا شمېر زیات شي او ورسره به په مستقیمه توګه له زده کړو محرومو نجونو ته هم د زده کړو ډېر چانس برابر شي.

د پوهنې وزارت په داسې حال کې نجونو ته د زده کړو د ډېرې زمینې د برابرولو ژمنه کوي چې د پوهنې په برخه کې د خیالي ښوونځیو،خیالي ښوونکو او خیالي زده کوونکو سپیناوی نه دی شوی.

د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو کمیسیون بیا په دې اړه انديښنه ښکاره کوي چې که نجونو ته د زده کړو زمینه برابره نه شي په راتلونکي کې به د ښځینه کدرونو د نشتوالي په سبب لوی ناورین رامنځته شي.

د نظر ډېر خاوندان دا انتقاد هم کوي چې حکومت تر ډېره پورې په وروستیو دوو کلونو کې سیاسي لانجو مصروفه ساتلی د پوهنې په څېر حیاتي مسایلو ته یې پام نه دی ساتلی.

XS
SM
MD
LG