د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: د ښځو نړيواله ورځ ولمانځل شوه


په جلال اباد کې د مېرمنو نړیواله ورځ
په جلال اباد کې د مېرمنو نړیواله ورځ

په ننګرهار کې د ښځو نړیواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. په دغه غونډه کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني هم برخه واخېسته.

د افغانستان لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني په خپلو خبرو کې له ټولو مېرمنو وغوښتل چې د هیواد د ښه راتلونکي لپاره په خپله غېږه کې سالم ماشومان وروزي.

په جلال اباد کې د مېرمنو د نړیوالې ورځې یو انځور
په جلال اباد کې د مېرمنو د نړیوالې ورځې یو انځور

« د خوښۍ ځای دی چې له ټولو ستونزو سره سره، يو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو ورځ لمانځل کيږي. ښځه د کورنۍ اصلي ستن ده. ښځه ده چې د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره په خپله غېږه کې د ماشومانو سالمه روزنه کوي. يوه بريالۍ ښځه کولای شي چې خپل روح، ذهن او جسم ته پاملرنه ولري او د ژوند لومړيتوبونه وپېژني.»

غونډې ته د وینا پرمهال د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، دوی هڅه کوي چې په شرایطو برابرې ښځې په دولتي ادارو کې په کار وګماري.

« د دینا قهرمانان ښځو په خپلو غېږو کې روزلي دي. موږ په ننګرهار کې په شخصي او دولتي پوهنتونونو کې تر ۳۰۰۰ پورې زده کوونکو نجونې لرو او ژمن يو چې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ادارو کې په شرایط برابرو مېرمنو ته د دندې زمينه برابره کړو.»

د غونډې یوه ګډونواله
د غونډې یوه ګډونواله

په جلال اباد کې د مېرمنو نړیواله ورځ، د ننګرهار د ښځو چارو رياست له اړخه په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه. د ښځو چارو ریاست مشرې انیسې عمراني له دولت نه وغوښتل چې په لرې پرتو سيمو کې دې د ښځو د وضعیت د ښه کېدو په خاطر هغوی ته په سیاسي، ټولنیزو او د اقتصاد د پياوړتیا په برخه اسانتیاوې برابرې کړي.

« ښځو ته مې دغه پېغام دی چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې زموږ خویندې ډيرې لاسته راوړنې لري، خدای دې وکړي چې دغو لاسته راوړنو ته پرمختګ ورکړي، وده ورکړي او پیاوړي يې کړي. زموږ په ښار کې ډېر امکانات شته خو باید موږ په لرې پرتو سيمو کې ښځو ته داسې زمینې برابرې کړو چې په سياسي، ټولنيزو او په اقتصادي برخو کې له ټولو امکاناتو څخه برخمنې شي.»

که څه هم، د مېرمنو نړېواله ورځ د مارچ په اتمه نېټه لمانځل کېږي، خو په جلال اباد کې په هم دې پلمه نن د مارچ په شپږمه یوه پرتمینه غونډه وشوه.

XS
SM
MD
LG