د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چارواکي وايي د یوې ممکنه خونړۍ پېښې مخه نیول شوېده.
په یوې خبر پاڼې کې چې مشال راډیو ته استول شوې معلومات ورکړل شوي چې پولیسو په ثمرخېلو کې دوه تنه د چاودېدونکیو موادو سره یو ځای نیولي دي. دواړو منلې چې غوښتل یې په جلال اباد کې اهداف په نښه کړي.
د چارواکو په وینا نیول شوي کسان پلار او زوی دي، د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي دي او دا مهال ترې پولیس پوښتنې ګروېږنې کوي.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې څو ورځې وړاندې هم چاودنه شوې وه چې ولسي خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه ور اړولي وو.