د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له طالبانو او حکمتیاره، د سولې په بهیر کې د شاملېدو غوښتنه مو کړې"


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي حکومت د سولې لپاره قوي ارده لري او له طالبانو او د ګلبدین حکمتیار له حزب اسلامي ډلې څخه یې غوښتي چې له دې بهیر سره یو ځای شي.

اشرف غني د وینا پرمهال
اشرف غني د وینا پرمهال

ښاغلي غني د مارچ په شپږمه د ملي شورا د شپاړسمې دورې د شپږم کال د کار د مراسمو په پرانیست غونډه کې وویل چې طالبان باید یا له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کښېني او یا هم د هغو کسانو په ډله کې وي چې له دغه هیواد سره جګړه کوي.نوموړي زیاته کړه:

« د افغانستان طالبان د جنګ په شپږو عواملو او عناصرو کې یواځې یو عنصر تشکیلوي، سوال اوس دا دی چې ایا طالبان اوس خپله لاره د دغه شپږو ګروپونو څخه جلا کولای شي او که نه؟ »

افغان ولسمشر وړاندې وویل که څه هم دی او حکومت یې د سولې هیله لري او هڅې ورته کوي خو غافل نه دي او د هغه چا سره مقابلې ته چمتو دي چې پر افغانانو جګړه تحمیلوي.

XS
SM
MD
LG