د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزۍ اېجنسي: د قامي اسمبلۍ د ۳۹ مې حلقې پر دوو مرکزونو د ووټونو اچولو لړۍ روانه ده


د خېبر پښتونخوا هنګو ضلع کې د اورکزو NA 39 حلقې د علي خېلو پر دوو پولېنګ مرکزونو انتخابات روان دي.

د قومي اسمبلۍ پر دغې حلقې د پاکستان سترې محکمې د دوباره انتخاباتو پریکړه کړې وه.

د مشال خبریال وايي په محمد خواجه هايي سکول کې پر جوړ شوي پولېنګ مرکز کې د سهار له اتو بجو د ووټونو د اچولو بهیر پیل شوی چې د ماښام تر پنځو به جاري وي.

دغلته څه نا څه ۶۰۰۰ راجستر شوي کسان د ووټونو ورکولو جوګه دي.پر دغه حلقه ترسره شویو پخوانیو انتخاباتو کې ۳۵ نوماندان ولاړ وو چې غازي ګلاب جمال او جوادحسن تر نورو زیاتې رایې اخیستې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG