د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور خبریالان وايي پر رسنیو د سختدریځو بریدونه د حکومت کمزوري ښکاره کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په پېښور کې خبریالان وايي د رسنیو پر دفترونو د افراطیانو وروستي بریدونه دوی غندي او حکومت پر دې ګرم بولي چې د داډول بریدونو مخنیوي کې پاتې راغلی دی. خېبر یونین اف جرنلسټس د مارچ په پنځمه نېټه په دې لړ کې یوه مظاهره هم وکړه.

د پاکستان په سند او پنجاب ایالتونو کې له هغې وروسته پر یو شمېر چاپي او برېښنايي رسنیو بریدونه تر سره شوي چې حکومت ممتاز قادري په نوم هغه کس اعدام کړ چې د پنجاب پخوانی والي سلمان تاثیر یې وژلی و. د رسنیو پر دفترونو بریدونه د ممتاز قادري د پلویانو لخوا چې د سختدریځو اسلامي ګوندونو غړي دي تر سره شوي دي.

په پيښور کې ګڼ شمیر خبریالانو په سیند او پنجاب صوبو کې د رسنيو پر دفترونو او کارکونکیو د حملو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دغه موقع پېژندل شوي خبریال شمیم شاهد مشال ریډيو ته وویل چې حکومت دې، خبریالانو ته تحفظ ورکول باوري کړي.

« حکومت د خپلو مسولیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلی. حکومت ته معلومه ده چې دا سختدریځي دومره تېز دي چې دوی به په اخبارونو او خبریالانو بریدونه کوي، خو بیا یې هم ددې هرڅه مخه ونه نېوله.»

د ممتاز قادري له اعدامېدو وروسته حکومت پر رسنیو یو شمېر بندیزونه لګولي وو چې داسې غبرګونونه به نه خپروي چې کرکه راوپاروي او امن و امان ته خطره پېښه شي، هم دې خبرې سختدریځه ډلې پر رسنیو غصه کړي دي.

XS
SM
MD
LG