د لاسرسي ځای

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي طالبان به اخر هم خبرو ته کښېني


قاضي محمد امین وقاد

قاضي محمد امین وقاد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د طالبانو د انکار باوجود دوی هیله من دي چې که دا اونۍ نه وي نو بله اونۍ به طالبان د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

د پخوانیو اټکلونو پر اساس ویل کېدل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به روانه اونۍ د سولې مخامخ خبرې وشي، خو تېره ورځ طالبانو نا ببره وویل چې په دغو خبرو کې برخه نه اخلي او خپل شرایط یې وړاندې کړل.

خو د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امین وقاد پرون مشال ریډيو ته ویل، هیله لري چې پنځمه څلور اړخیزه غونډه چې افغان چارواکي او د افغان طالبانو استازي به مخامخ خبرو ته کېنوي، ډیره زر جوړه شي.

« دغه پنځم دور به راورسیږي، په دې اونۍ کې یا بله اونۍ کې. د پلان له مخې د وسلوالو مخالفینو او افغان حکومت استازي باید د یوبل سره کېني.»

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره امریکا، چین ، پاکستان او افغانستان څلور اړخیزې غونډې له تېر څه مهاله پیل کړي چې وخت په وخت یې په کابل او اسلام اباد کې غونډې کړې دي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم د څلور اړخیره خبرو هرکلی کړی دی.

خو افغان طالبانو له افغان چارواکو سره د سولې نیغ په نیغه خبرو نه انکار کړی دی. د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې د مارچ په پنځمه په يوه اعلاميه کې وويل، تر هغې به د سولې په مزاکراتو کې ګډون نه کوي، چې بهر ملکي ځواکونو پر دوی حملې ودرولې نه وي او له افغانستانه وتلي نه وي.

XS
SM
MD
LG