د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘په میدان وردک کې د یوې کمپنۍ ۱۵ کارکوونکي ژغورل شوي’


چارواکي وايي په میدان وردک کې یې د سړک جوړونې د یوې کمپنۍ ۱۵ کارکونکي له وسله والو طالبانو ژغورلي دي .

د میدان وردک ولایت مطبوعاتي دفتر په پرونۍ خبر پاڼې کې ویل شوي چې د ملي اردو د سرتیرو او وسله والو ترمنځ نښته هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د ازادخیلو او هفت اسیا سیمو ترمنځ د ” بګورا“ د سړک جوړونې کمپنۍ کارکونکې له موټر را کښته کړي وو .

خبر پاڼه زیاتوي چې طالبانو د ملي اردو د سرتېرو تر ورسیدو مخکې د دې کمپنۍ ډرايور وژلی او دوه کارکونکي یې ټپیان کړي خو نور ۱۵تنه ملي اردو وژغورل.

د سړک جوړونې دا شرکت د کابل - کندهار د لویې لارې هغه پلچکونه او زیانمنې شوې برخې جوړوي چې د طالبانو په بمونو الوزولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG