د سند صوبې په حيدر اباد او کراچۍ کې دا مظاهرې تر هغه وروسته شوي چې د پاکستان حکومت له مطبوعاتو غوښتي وو چې د ممتاز قادري د پانسۍ مسله دې ډېره نه څېړي.
د حيدر اباد يو خبريال فیاض اعوان مشال ريډيو ته پرون د جمعې په ورځ وويل چې مظاهره چيانو پرون په پريس کلب کې د دفترونو چوکۍ ماتې کړي او ځايي خبريالان يې ووهل.
هغه زياته کړه: ((کله چې مظاهره چيان راننوتل نو شل خبريالان دلته په پريس کلب کې موجود وو. دري خبريالان زخمي شول او د پريس کلب دننه ډير شيان مات شول. دوی ويل چې مطبوعات ولې د ممتاز قادرۍ د پانسۍ خلاف راولاړ شوو کسانو ته پوښښ نه ورکوي.))
د پاکستان حکومت د تيرې دوشنبې په ورځ په اډياله جېل کې ددې هېواد د پنجاب صوبې د پخواني ګورنر يا والي سلمان تاثير وژونکى ممتاز قادري په دار وځړاوه.
د پاکستان د ځينو مذهبي ګوندونو غړيو د جمعې په ورځ په کراچۍ او حيدراباد سربېره ددې هېواد په بېلابېلو سيمو کې مظاهرې وکړې او ممتاز قادري ته يې د پانسي سزا ورکولو له امله پر حکومت نيوکه وکړه.
د کراچۍ پريس کلب عمومي سيکريتري، ای، ايچ اخونزاده مشال ريډيو ته پرون وويل چې مظاهره چيانو نمايش څلور لارې سره نيزدې د "اج"په نامه د يوه شخصي تلويزيون پر دفتر بريد وکړ. نوموړي وويل چې وروسته پوليسو د ياد پريس کلب امنيت ټينګ کړ.
په عين حال کې د کراچۍ ښار د پوليسو يوه چارواکيو ارشاد سومرو ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي، چې قهرجنو مظاهره چيانو په دې ښار کې پر يوه رسنيز دفتر د بريد پر مهال ځينو موټرو ته هم زيان رسولى دى.
له بلې خوا د پاکستان وزير اعظم نواز شريف د مظآهرې پر مهال د رسنيو پر دفترونو او موټرو بريدونو په کلکه غندلي او اړوندو ادارو ته يې د تحقيقاتو امر کړى دى.
د نوموړي له دفتره په يوه خپور شوي بيان کې راغلي: "حکومت د بيان پر ازادۍ يقين لري او دا ډول بريدونه د غندلو وړ دي."
ممتاز قادري، چې دسلمان تاثير د دولتي ساتونکيو په ډلو کې شامل و، د ٢٠١١ م کال د جنورۍ په څلورمه نېټه هغه وخت د اسلام اباد په کوهسار مارکېټ کې پر سلمان تاثير ناتاره ډزې وکړې او هغه يې وواژه، چې نوموړى له يوه ريسټورانټه د راوتلو په حال کې و.
د يادونې وړ ده، چې په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت په ٢٠١١م کال کې ممتاز قادري ته د مرګ سزا اورولې وه.