د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب: د نهه کلنه ماشومې ودوونکي ونیول شول


نن د جمعې په ورځ به د دغه نهه کلنې ماشومې واده له یوه څوارلس کلن ماشوم هري چند سره کېدلو.

د زیارت په ورځ د پنجاب صوبې د ضلع رحیم یار خان پولیسو د یوې جرګې (پنچایت) پر ضد د یوې نهې کلنې ماشومې په بدل کې د ورکولو پرمهال کاروايي کړې ده.

دا نهه کلنه ماشومه د یوې وژنې د هوارولو په کشاله کې ورکول کېدله.

نن د جمعې په ورځ به د دغه نهه کلنې ماشومې واده له یوه څوارلس کلن ماشوم هري چند سره کېدلو.

په کشاله کې ښکېلې دواړه کورنۍ د لږکي هندو ټولنې دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د ضلع رحیم یار خان د تحصیل د لیاقت پور د ګلشن فرید تاڼې اېس ایچ او م یاسین وویل چې تېره شپه تاڼې ته د دې جرګې په اړه څه معلومات ترلاسه شوې وو د څه په بنیاد پولیسو کاروایي وکړه او د جرګې ذمه واران يي ونیول.

د ده په وینا چې په ګمو رام او مور یې د خواښې لخوا دا تور وو چې لور يي ورله په زهرو وژلې ده او جرګې دا فیصله وکړه چې د ګمو رام خور به د ده ښځې بختو مايي د تره زوې ته واده کوي.

"د بختو مايي د خاوند نهه کلنه خور یي مدعي فریق ته د وژنې په بدل کې ورکوله او ورسره يي درې لکهه روپې ورکولې نو چې کله زموږ د چوکۍ انچارج ته دا خبر ترلاسه شو چې یوه ماشومه وني کیږی نو هغې په وخت کاروایي وکړه او هم هغه وخت یي څلور کسان ونیول. دا مقدمه درې سوه لس د پاکستان پینل کوډ ترلاندې درج کړې شوې ده"

د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې غېر سرکاري اداره عورت فاونډیشن خپل کال ۲۰۱۴ په رپورټ کې وايي چې د پنجاب په مختلفو برخو کې وني یولس(۱۱) کیسونه مخې ته راغلې وو.

د عورت فاونډېشن یو چارواکې عاصم ملک په وینا پکار ده چې د سورې یا د وني کولو مخنیوی لپاره جوړ کړې شوې قانون په صحیح توګه نافذ کړې شي ځکه چې اکثر له په دې کېس کې نیول شوې خلک په ضمانتونو بهر راوځي.

"د پاکستان د ښځو خلاف د غېر رسمونو اېکټ کال ۲۰۱۱ ترلاندې د وني په کېسونو کې ککړ کسانو ته سزا ورکړې کیږي. د وني په کېس کې ضمانت هم نه کیږي خو بیا هم څه وخت چې دا قانون راغلو نو په ملاکنډ کې یو کېس شوې وو او باوجود د دې چې هغه کسانو ته سزا ورکړې شوې وې هغې ته یي ضمانتونه ورکړل، داسي کېسونوکې د اووه نه لسو کالو پورې سزا وي. نو دې قانون کې دا سقم موجود دې خو پکار ده چې دا لرې کړې شي"

د زکر ده تېر کال هم د مارچ میاشته کې د پنجاب صوبې په چنیوټ کې یوه جینې په وني کې ورکړې شوې وه چې د واده نه پس ورسره د جنسي تېرې پیښه شوې وه او بیا د پولیسو په کاروايې خپلې کورنې ته ورکړې شوې وه.

XS
SM
MD
LG