د لاسرسي ځای

په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي.

په امریکا کې هر څلور کاله وروسته ولسمشریز انتخابات کېږي چې کیمپېن او سیالۍ ورته د انتخاباتو د کال له جنورۍ میاشت څخه پیلېږي.

په لومړي عمل کې د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوند غړي له یو بل سره سیالي کوي چې د زیات ملاتړ په تر لاسه کولو، د خپل ګوند له خوا د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسمي کاندید شي. په نورو هېوادونو، لکه پاکستان یا برتانیا کې ګوندونه خپله ځېنو کسانو ته په انتخاباتو کې د درېدو لپاره ټېکټونه ورکوي. خو په امریکا کې باید هر کاندید ځان لپاره کیمپېن وکړي او بیا د پرایمري یا کاکس په نوم یو انتخاباتي عمل وګټي چې ګوند یې ولسمشرۍ ته رسمي نوماند کړي.

په دې ډول د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو عمل، تر یوه بریده پېچلی دی. که موږ په اسانه توګه د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو بهیر تشریح کړو نو دا څلور مرحلې لري. لومړی، د دواړو ګوندونو غړي چې غواړي رسمي کاندیدان شي، د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې له یوه انتخاباتي بهیره تېرېږي.

د مشال راډيو خبرونو مرکزي څانګې خبریال براین وېټمور لومړی مرحله داسې بیانوي:

((پرایمري او کاکسونه هغه لارې دي چې ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوندونه د ولسمشرۍ لپاره خپل نوماند غوره کوي. په ځېنو ایالتونو کې پرایمري یعنې لومړني انتخابات کېږي او په ځېنو لکه اییووا کې کاکس وي. پرایمري یو ډول انتخابات دي. کاکس اصلاً په ځېنو ایالتونو کې د دواړو ګوندونو د استازو تر منځ خبرو اترو او بحث ته وايي. هغوی مشورې کوي او ګوري چې د کوم نوماند ملاتړ وکړي. لکه په اییووا ایالت کې چې ډېموکراټ ګوند مشورې وکړې نو هیلري کلنټن یې د نوماندې په توګه ومنله، او رېپبلېکن ګوند ډونلډ ټرمپ غوره کړ. په پرایمري نظام کې د هر ایالت خلک د ځېنو نوماندانو استازو ته رایه ورکوي. چې هر نوماند زیات استازي ولرل، د هغه ایالت ټول استازي د ګټونکي نوماند ملګري کېږي.))

براین وېټمور وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د کال تر اوړي پورې ټول پرایمري او کاکسونه وشي او دا روښانه شي چې ډېموکراټ ګوند به څوک د ولسمشرۍ رسمي نوماندوي او رېپبلېکن ګوند به څوک انتخاباتو ته دروي. خو د رسمي اعلان لپاره د دواړو ګوندونو جلا، جلا لویه غونډه کېږي چې ورته کنوېنشن وايي.

د وېټمور په اند، کنوېنشن یوازې یو ډول رسمي عمل وي، خو کله کله پکې ریښتیا هم ستونزې پیدا کېدای شي:

((په کنوېنشن یا د دواړو ګوندونو په غونډه کې استازي د ولسمشرۍ یو نوماند اعلانوي. په دې غونډه کې یو ډول همکاري او همغږي وي. یعنې دا یو نمایشي عمل وي. خو یو وخت وو چې د دواړو ګوندونو په لویه غونډه کې به ریښتیا پرېکړې کېدې. لکه په ۱۹۷۵ز کال کې جېرالډ فورډ چې ولسمشر هم وو هغه ډېر استازي لرل خو کافي نه ول. رونالډ رېګن د ده سیال وو. نو هغه وخت د رېپبلېکن ګوند په لویه غونډه کې بحث وشو. نو په دې غونډه کې هم کاندیدان او د هغوی استازي باید بحثونه وکړي او ثابته کړي چې هغوی باید ولسمشرۍ ته کاندیدان شي.))

کله چې د دواړو ګوندونو یو، یو رسمي نوماند مخې ته راشي نو درېیمه مرحله، یعنې د دواړو تر منځ د سیالۍ کیمپېن پیل شي او دواړه هڅې کوي چې امریکايي ولس ته باور ورکړي چې که دوی ته یې رایه ورکړه نو دوی به د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو په عملي کولو مثبت بدلونونه راولي.

د مشال راډيو خبرونو مرکزي څانګې خبریال براین وېټمور زیاتوي چې ((کله د دواړو نوماندانو کیمپېن پای ته ورسي نو د نومبر میاشت پر لومړۍ سې شنبه یا د نهې پر ورځ د ولسمشرۍ انتخابات کېږي چې دا د ولسمشر ټاکنې وروستۍ مرحله ده. په دې کې په هر ایالت کې خلک د خپلې خوښې نوماند ملګرو یا استازو ته رایه ورکوي. کله چې دا ټولې رایې یا ووټونه وشمېرل شي نو بیا د استازو یوه ټولنه جوړېږي چې ورته الېکټورل کالج یا د ټاکنې ټولنه ویل کېږي. دا الېکټورل کالج بیا د جنورۍ په میاشت کې رسماً اعلان کوي چې څوک ولسمشر دی.)) خو دا عمل هم ډېر نمایشي دی او زیات اثر یا ارزښت نه لري ځکه چې تر انتخاباتو یوه ورځ وروسته دا روښانه شي چې کوم نوماند ګټلې او څوک به د امریکا ولسمشر وي.

XS
SM
MD
LG