د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر د ښځو حقونو قانون رد کړ


د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر د ښځو حقونو قانون رد کړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:14 0:00

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېراني

شېراني غوښتنه کړې، تر دې مخکې چې قانون نافذ شي، د اسلامي مسایلو په پام کې نیولو لپاره دې کونسل ته واستول شي.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د ښځو ملاتړ یو تازه قانون هغو ښځو ته خوندیتوب او امتیازات ورکوي چې د کورني تاوتریخوالي، جنسي زور زیاتي او رواني یا اعصابي شکنجې ښکارېږي.

د دې نوي قانون تر نافذیدو وروسته به د ټېلیفون یوه ځانګړې شمېره اعلان شي که چیرې یوه ښځه له زور زیاتي سره مخامخېږي، ټېلیفون ورته وکړي او مرسته تر لاسه کړي.

د ښځو خوندیتوب دا نوی قانون هغو ښځو ته چې په کور کې زور زیاتی ورسره کېږي، رواني شکنجه ورکول کېږي یا د جنسي زور زیاتي ښکارېږي، د قانون په چوکاټ کې ځانګړي حقونه ورکوي.

د نوي قانون پر اساس، که چیرې یو سړی خپله ښځه وهي، ښځه یې کولای شي چې په هغه ټېلیفوني شمېره چې ۲۴ ساعته به فعاله وي، زنګ ووهي او له پولیسو یا د قانون لاګوکوونکو ادارو مرسته وغواړي.

په پنجاب کې به د ښځو لپاره د مشورې او مرستې مرکزونو یوه شبکه هم جوړه شي چې له هغو ښځو سره به ابتدايي روغتیايي مرستې کوي او مشورې به ورکوي چې وهل شوې، جنسي تېری ورباندې شوی، اقتصادي ستونزې لري او یا بدرد ورته ویل شوي وي.

که چیرې یوه ښځه د مرستې غوښتنې لپاره ټیلېفون وکړي، د نوي قانون پر اساس، پولیس او د ښځو ملاتړ شبکو استازي حق لري چې د هغې کور ته ور ننوزي او مداخله وکړي.

په ځيني مواردو کې حتا پولیس هغه نارینه چې له خپلې ښځې یا خور او لور سره ظلم کوي، له کوره ایستلای شي.

خو په پاکستان کې د اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانان محمد خان شیراني ویلي چې د اسلامي شریعت پر اساس د ښځو حقونو خوندي شوي او نورو اضافي قوانینو ته اړتیا نشته.

دا کونسل (شورا) په پاکستان کېحکومت او پارلمان ته په اسلامي مسایلومشورې ورکوي.

دوی د ښځو حقونو خوندیتوبنوی قانون ان غیر اسلامي ګڼلی دی.

محمد خان شیراني د زیارت په ورځ د دې قانون د ستونزو په اړه مشال راډيو ته وویل:

؛ دا قانون داسې نظر را پيدا کوي چې ښايي هڅه کېږي، یو شمېر اسلامي مسایل د خلکو له ذهنونو وایستل شي. دوهم عیب دا دی، ښځې ته اجازه ورکوي چې له خپله کوره را ووځي او درېیم عیب یې دا دی چې ښځې ته د نر واک ورکوي او بیا هغه کولای شي چېپه خپل کور کې، هغه څه چې د دې زړه غواړي وکړي. په قانون کې دا درې خرابۍ دي.؛

شېراني غوښتنه کړې، تر دې مخکې چې قانون نافذ شي، د اسلامي مسایلو په پام کې نیولو لپاره دې کونسل ته واستول شي.

د قانون پر اساس، پاکستان یو اسلامي هېواد دی چې په ډیموکراټیکو انتخاباتو کې د خلکو استازي ټاکل کېږي. اسلامي نظریاتي کونسل د دې لپاره جوړه شوی چې د قوانینو جوړولو پرمهال، وکیلان وکولای شي چې پر اسلامي مسایلومسلکي مشورې واخلي. خو د دې شورا د نظر او مشورې عملي کېدل د قانون له پلوه ، حتمي کار نه دی.

په پاکستان کې یو شمېرنورو افراطي مذهبي ډلو پر دې قانون چې تېره اوونۍ په پنجاب کې اعلان شو اعتراض کړی او د پاکستان له اساسي قانون سره یې مخالف بللی دی.

د پاکستان ښځو حقونو ملاتړ کوونکیو یو شمېر ادارو په حواله، یوازې د پاکستان په پنجاب صوبه کې په ۲۰۱۳ [میلادي] کال کې د ښځو پر ضد د تشدد ۵۸۰۰ پېښې راجسټر (ثبت) شوې وې.

دازادۍ راډيو خبریالې فرشتې جلالزۍ او د مشال راډيو خبریالې رابعې اکرم راپور

XS
SM
MD
LG