د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘روسیه دې پر شام حملې ودروي’


د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د برتانیا وزیراعظم ډېوېډ کیمرون پر مسکو او دمشق غږ کړی چې ((سمدستي دې)) د شام پر منځلاري اپوزیشن ((حملې ودروي.))

د پنجشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو تر سرمشریزې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې دې مشرانو پر ټولو خواو غږ کړی چې د اوربند پابندي دې وکړي او د بشري حقونو سرغړونې دې ودروي.

تر دې مخکې د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستافن دي مېستورا په جینیوا کې خبریالانو ته وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې په شام کې نسبي اوربند عملي شوی دی.

ټاکل شوې چې اولاند او کیمرون نن (جمعه) د روسیې او جرمني له مشرانو سره د شام اوربند په اړه ټیليفوني خبرې وکړي. اولاند له کیمرون سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، دوی ((غواړي د روسیې په ګډون د شخړې پر ټولو خواو فشار راوړي.)) هلته د کیمرون دفتر ویلي، برتانیا، فرانسه او جرمني باید روسي ولسمشر ولادمیر پوتین ته دا سپینه کړي چې په شام کې ((د واقعي سیاسي انتقال لارو پرانیستو لپاره)) باید اوربند برقراره پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG