د لاسرسي ځای

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، یو داسې مشکوک کس یې نیولی چې په جلال اباد کې یې د ولایتي شورا یوه وکیل پر کور د حملې پلانولو په موخه د شاوخوا سیمو انځورنه اخیستل.

د ننګرهار والي له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، دا مشکوک کس د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

په بیان کې د دې سړي نوم او نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. ازادو سرچینو د چارواکو د دعوو پخلی نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG