د لاسرسي ځای

د افغان سولې بهیر څلور اړخيزه غونډه په اسلام اباد کې پیلېږي


د افغانستان سولې عالي شورا وايي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو بیا پیلولو په اړه، پینځمه څلور اړخیزه غونډه ښايي راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې وشي.

د سولې عالي شورا مرستیال مولوي خبیر اجقون بېګا مشال راډيو ته وویل، دا پرېکړه یې د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وروستیو څرګندونو ته په کتو کړې.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې په اسلام اباد کې وویني.

XS
SM
MD
LG