د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې د وژل شویو پاکستانیو وسله والو جنازې ایران کې وشوې


د ایران په قم ښار کې د پاکستانیو شییعه ګانو جنازې وشوې چې په شام جګړه کې وژل شوي ول
د ایران په قم ښار کې د پاکستانیو شییعه ګانو جنازې وشوې چې په شام جګړه کې وژل شوي ول

پراګ - ایراني خبري اژانس اېسنا د پنجشنبې/ زیارت پر ورځ خبر ورکړ چې د مارچ پر دویمه نېټه په قم ښار کې د هغو شپږو پاکستانیو وسله والو جنازې وشوې چې په شام کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ په جګړه کې وژل شوي ول.

د دفاع مقدس په نوم یوه ایرانۍ خپرونه وايي، دا وسله وال د شام په نبل او الزهرا سیمو کې وژل شوي ول چې د مارچ پر لومړۍ او دویمې نېټه یې مړي د ایران قم ښار ته وروړل شول.

ایرانۍ رسنۍ دا وسله وال د شام د اهل تشیع سپېڅلو ځایونو مدافعان بولي.

د مشال راډيو ایرانۍ څانګې مشر ارمان مستوفي وايي، له شاوخوا درو کلونو راهیسې د فاطمیون او زینبیون په نوم د بهرنیو وسله والو ډلې په شام کې د رژیم مخالفه وسله والو ضد جنګېږي.

دی وايي، دوی ته چې څومره معلومات رسېدلي دي نو په بهرنیو وسله والو کې زیاتره هغه افغانان دي چې په ایران کې د کډوالو په توګه اوسي. د مستوفي په خبره، په بهرنیو وسله والو کې د پاکستان، عراق او لبنان شیعه ګان هم شامل دي.

نوموړی د معلوماتو پر اساس وايي چې هغه افغانان او پاکستانیان چې په شام کې جنګېدو ته تیار شي، هغوی ته پیسې ورکول کېږي او تر پینځو کلونو جګړې وروسته ورسره د ایراني پاسپورټ ورکولو وعدې هم کېږي.

له مستوفي مې پوښتنه وکړه چې ایا دا معنا اخیستای شو چې دا وسله وال د ایراني دولت په خوښه شام ته ځي؟ دی وايي، د ایران انقلاب ساتونکی ځواک دا وسله وال جذبوي:

((د [ایران] انقلاب ساتونکی ځواک د هغه هېواد ستر مذهبي مشر تر نګرانۍ او واک لاندې کار کوونکی سازمان دی. د بهرنیو وسله والو دا غونډ [چې په شام کې جنګېږي] دا د ایران د یو څو قومندانانو شخصي کار نه دی. که زه ووایم نو هو، دا کار د دولت په خوښه کېږي.))

د مشال راډيو ایرانۍ څانګې مشر ارمان مستوفي وايي، په شام کې د هغه هېواد رژیم په ملاتړ د ایران جوړې کړو ډلو ټول وسله وال، شیعه ګان دي:

((په عمومي ډول، په ایران کې غالبه نظریه د اسلام او شیعه اسلام او پر ۱۲ شیعه امامانو عقیده لرل دي. دا د شیعه ګانو د جعفري څانګې عقیده ده. نو د دې وسله وال غونډ یا ليژن اصلي نظریاتي بنسټ او برخه د اهل تشیع عقیده ده. تر دې وروسته نورې ګټې [لکه وسله والو ته پیسې ورکول] وغیره راځي. موږ ته د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس دا ویلای شو چې د وسله والو ډلو ټول غړي اهل تشیع دي.))

مستوفي زیاته کړه چې په تېرو درو کلونو کې له ایرانه شام ته په استول شویو کسانو کې، د یوه سني وسله وال د وژنې رپورټ هم نه لري.

د پاکستان حکومت هم په تېرو وختونو کې منلې چې له هغه هېواده ځېنې خلک شام ته د جګړې لپاره تللي دي خو حکومت زیاتره داسې کسان یادوي چې په شام کې د اسلامي دولت ډلې لیکو ته جذب شوي دي. ایرانۍ رسنۍ البته زیاتوي چې هغه افغانان یا پاکستانیان چې شام ته جګړې ته استول کېږي، وار له مخه په ایران کې اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG