د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان بیا د فاټا او افغان کډوالو لپاره مرسته اعلان کړه


د شمالي وزیرستان ملک غلام خان وايي چې د متاثرینو بحالۍ لپاره رالېږلې بهرنۍ پیسې که په دوی ولګېږي نو ژوند به يې داسې نه وو.

جاپان حکومت په قبایلي سیمو فاټا کې د بیارغونې او له افغان كډوالوسره د مرستو لپاره د یو کروړ شپېته لاکه ډالر مرسته اعلان کړې ده. د راپورونو له مخې دغه مرستندویه پیسې به د ملګرو ملتونو د مختلفو ایجنسو یو اېن ډې پي، یو این ایچ سي آر، یونیسف او ډبلیو اېف پي له لارې د اغېزمنو خلکو په بحالۍ لګېږي.

د دې امداد اعلان په پاکستان کې د جاپان سفارتخانې ناظم الامور جونیا میتسورا او د ملګرو ملتونو انساني حقونو لپاره رېذیډنټ کورډینیټر نیل بني د شورو په ورځ په اسلام اباد کې د خوړو نړیوالې ادارې (ډبلیو اېف پي) دفتر کې وكړ.

د ملګرو ملتونو اداره یو اېن ډي پي به د خپلې برخې امدادي رقم له لارې د متاثرینو ستنول، د ځايي ډانچې بیا رغول او روزګار او د خوراک نړیواله اداره به د متاثرینو خوړو اړتیا پورا کولو پرته د ماشومانو او په تېره د نجونو تعلیم لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره یو اېن اېچ سي ار به د فاټا اغېزمنو ته د تعلیم، روزګار او یونیسېف به د متاثرینو ټولنیزې اړتیاوې او په تېره د میندو او ماشومانو لپاره کار کوي.

د قبایلي سیمو وګړي وايي چې د دوی په نامه پاکستان ته په اربونو روپۍ راغلې دي خو د دې باوجود نه يې په سیمو کې پرمختیايي کارونه وشول او نه پکې د کار روزګار موقعې پیدا شوې دي.

د شمالي وزیرستان ملک غلام خان وايي چې د متاثرینو بحالۍ لپاره رالېږلې بهرنۍ پیسې که په دوی ولګېږي نو ژوند به يې داسې نه وو.

د یادولو ده چې د قبایلي سیمو بې کوره کړل شوو خلکو د بیاودانۍ او بیرته ستنیدو لپاره نړیوال بانک پاکستان ته په تېر کال اکتوبرمیاشت کې اوه نیم کروړه ډالر او چین ورته په جولای میاشت کې یو کروړ ډالره مرسته ورکړې ده.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قاید اعظم پوهنتون د معاشیاتو استاد ډاکټر انور شاه وايي که یوازې پر قبایلي سیمو بهرنۍ مرستې په سمه توګه لګېدلې وی نو نن به د قبایلي ولس ډېرې ډېرې ستونزې هوارې شوې وی.

یاده دې وي چې د جاپان حکومت په ۲۰۱۵ م کال د خېبر پښتونخوا بې کوره کړل شوو خپلو سیمو ته د ستنولو لپاره د یو کروړ اتیا لاکه ډالرو مالي مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG