د لاسرسي ځای

جاپان کې د افغانستان لرغوني اثار نندارې ته وړاندې کېږي


د افغانستان د باختري زمانې د لرغونو اثارو یوه برخه به د جاپان په مرکز ټوکیو کې نندارې ته وړاندې شي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي مشال راډیو ته وویل چې د باختر ګنجینې د ۲۳۱قلمه اثارو نندارتون به د راروانې اپریل میاشت په ۲۱ د جاپان په ټوکیو موزیم کې د دوو میاشتو لپاره نندارې ته ایښودل کېږي.

دا لرغوني اثار د ډسمبر له ۲۵ د فبروري تر ۱۵ د جاپان په کیوشو موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

بل لور ته د کورنیو جګړو پر مهال د افغانستان د ملي موزیم ۱۰۲ قلمه ورک اثار، د جاپان لپاره د یونسکو د نیک نیت سفیر ویکرو هایاما راټول کړې دي او دا اثار به افغانستان ته تسلیم کړي.

XS
SM
MD
LG