د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۴ ټپیان له درملنې پس له روغتونه خارج شول


د ننګرهار چارواکي وايي،په جلال اباد ښار کې د پروني برید د ټپيانو له ډلې ۱۴ تنه تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شول.

د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال پنځو مشکوکو ترهګرو د هند پر کونسلګرۍ برید وکړ چې پکې یو عسکر او یو ملکي ووژل شول او ۱۹ تنه نور د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ټپیان شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي مشال راډيو ته وویل:

« ۱۹ ولسي وګړو چې یوه میرمن او ماشوم هم پکې وو، ټپیان شوي وو چې ۱۴ یې له لومړنیو درملنو وروسته کورونه ته استول شوي، پنځه نور یې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي»

په دې حمله کې د هند د کونسلګرۍ کارکوونکو ته زیان نه دی اوښتی او پنځه سره برید ګر وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG