د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف په کابل کې له ولسمشر غني سره لیدلي


د پاکستان د پوځ مشرجنرال راحیل شریف د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د لوړ رتبه امریکايي چارواکو سره په جلا جلا ملاقاتونو کې د افغانستان او سیمې پر امنیت خبرې کړي دي.

د پاکستان د سرکاري راډیو د خبر له مخې جنرال راحیل شریف افغان ولسمشر اشرف غني ته باور ور کړی چې دوی به په افغانستان کې د سولې د بهیر مکمل ملاتړ کوي.

دواړو مشرانو پر سیمه ایز امنیت،د پولو د څارنې او په عملیاتو کې د همکارۍ په اړه بحثونه کړي او د شوال د وروستیو عملیاتو پر مهال له قبایلي سیمو افغانستان ته د وسله والو د اوښتو په اړه یې هم خبرې کړي دي.

راحیل شریف په داسې وخت کې کابل ته سفر کړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په همدې ورځو کې د مخامخ خبرو لپاره هم تیاریانې روانې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم د پنجشنبې پر ورځ ویلي وو چې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې دي او د دوی اثر پرې تر یوه حده پورې شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG