د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د هند پر قونسلګرۍ بريد، ۵ بريدګر وژل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي ، د دوی امیتي ځواکونه له يوه ساعت نه کم وخت کې په دې وتوانېدل چې په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ پينځه تنه بريد کوونکي ووژني.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شېرزاد وروسته ځايي او نړیوالو رسنیو سره د خبرو پرمهال ددې پېښې جزیات داسې بیان کړل.

« په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ د وطن دښمنانو بريد وکړ، چې ټول پينځه نفره انتحاريان وو . په دوی کې يو نفر په موټر بم چاودنه کې ځان الوزولی، او هغه نور يې زموږ د ملي امنيتي ځواکونولخوا وژل شوي. په دغه پېښه کې تر اولسو تنو پورې ملکي کسان چې ماشومان هم په کې شته سطحي ټپیان شوي دي.»

​​جنرال شېرزاد وايي چې په دغه پېښه کې امنیتي ځواکونو او د هند قونسلګرۍ منسوبينو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وايي چې په دغه پېښه کې د بريدګرو تر څنګ يو تن پوليس او دوه تنه ولسي وګړي هم وژل شوي او ۱۹ تنه ولسي وګړي ټپيان شوي چې پينځه يې د جلال اباد په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او نور يې تر درمنلې وروسته رخصت کړی شوی دی.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال داد محمد حریفي وویل چې د کشفي اطلاعاتو په اساس دوی په جلال اباد ښار کې د ټولو قونصلګريو او حساسو ادارو لپاره له مخکې نه کلک امنیتي تدابير نيولي وو.

« په مجموع کې د جلال اباد ښار کې تهدیدونه موجود وو چې له ټولو امنیتي ځواکونو سره له مخکې نه شريک شوي وو، او امنیتي ځواکونه چې هر چېرته توظیف و، کاملاً ټولو د دفاع اماده لرله چې پېلګه يې همدا نننۍ حمله وه چې ډېره ژر وتړل شوه. او له دې وروسته هم ټول امنيتي ځواکونو د دغسو پېښو پر وړاندې ماملاً اماده ګي لري، یعنې دا سخت غاښ ماتوونکي ځواب و چې په څلويښت دقيقو کې يې انتحاریانو ته ورکړ.»

د دغې پېښې مسووليت کومې وسله والې ډلې تر دې دمه پر غاړه نه دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG