پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف نن په کابل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د امریکا پوځ اعلا چارواکو او د اتحادي پوځونو له مشر سره جلا جلا لیدلي دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار مشر پر ټویټر ویلي چې په دې ملاقاتونو کې د سیمې امنیت، د افغان سولې بهیر، د سرحدونو په انتظام او شوال عملیاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې ملاقاتونو کې د سولې د عمل جاج واخیستې شو.
د ای اېس پي ار د مشر د ټویټ له مخې د پوځ سرلشکر د امن او استحکام لپاره د افغانستان مشرتابه ته د ملاتړ باور ورکړی او په دې موقع د افغانستان مشرتابه د ترهګرۍ مخنیوي لپاره او سیمه کې د امن او استحکام لپاره د پاکستانیو هڅو اعتراف وکړو.