د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پېښور قونسلګرۍ دوه پاکستاني کارکوونکي وژل شوي


امریکا وايي، د پېښور قونسلګرۍ دوه پاکستاني کارکوونکي یې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د سېشنې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري کې وویل دغه کسان له یو شمېر پاکستانيو سرتېرو سره یو ځای د سړکغاړې چاودنه کې ووژل شول چې د کوکنارو کروندې ختمولو پر ماموریت ول. کېري ویلي دي، پاکستانيو سرتېرو د ماموريت ساتنه کوله.

د پاکستان حکومت یو انتظامي مشر نوید خان وايي، ګاډۍ په مومندو کې د سړکغاړې چاودنې ښکار شو چې د [یو اېس اېډ په پانګه کوکنارو ختمولو پروژې] لپاره کارکوونکي پاکستاني چارواکي پکې سپاره ول. چاودنه د سېشنبې پر ورځ د مومند اېجنسۍ په امبار تحصيل کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي زياتوي په پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي، چې یو پکې د امبار تحصیلدارفراموش خان دی.

د بريد ذمه واري له تحریک طالبان پاکستانه بېلې شوې ډلې جماعت الاحرارمنلې ده.

XS
SM
MD
LG