د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام سولې په اړه غونډه وځنډیدله


د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دیمستورا وايي، د شام د سولې خبرې د نورو دوو ورځو لپاره وځنډیدې .

په شام کې وروستی اوربند چې د روس او امریکا په مرسته رامنځته شوی وو ، په دغه هېواد کې کړکېچونه تر ډېره راکم کړه خو دواړه لوري په پرله پسې ډول یو بل د دغه اوربند په سرغړونه تورنوي.

د شام ولسمشر بشارالاسد په یوې مرکې کې ویلي چې دی به د دې اوربند د عملي کېدو او موثریت لپاره تر خپله وسه هڅه وکړي.

نوموړي ويلي، د هغو کسانو لپاره به چې وسله پر ځمکه ږدي، په بشپړ ډول بښنه په پام کې ونیول شي.

روس وایې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې په ټول هیواد کې د اوربند د سرغړونې پنځلس پيښې ثبت کړي دي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ترکیې سره د شام د پولو د بندولو غوښتنه کړې ده، تر څو د ده په خبره ترهګرو ډلو ته د پوځي اکمالاتو لاره وتړل شي.

په عين حال کې فرانس د حکومت مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې د شام د رژیم او د روس د بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG