د لاسرسي ځای

‘د ټاپي امنیت خوندیتوب په اړه پالیسي له ترکمنستان سره شریکه کوو’


افغان دولت وایي په نژدې راتلونکې کې به د ټاپي پروژې په ګډون د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د نورو ټولو اقتصادي پروژو د امنیت خوندیتوب په اړه خپله پالیسي له هغه هېواده سره شریکه کړي.

دا خبره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ترکمنستان ته د خپل یوه ورځني سفر پر مهال کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ پرون ناوخته مشال راډیو ته وویل چې ترکمنستان ډاډ ورکړی چې له دې پالیسۍ ملاتړ به کوي او تر ارزونې وروسته به خپل نظریات له افغان حکومت سره شریک کړي .

غورځنګ زیاته کړه چې افغان دولت دغه راز د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډې پولې د نښو روښانه کولو په برخه کې له ترکمنستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

((د دواړو هیوادونو د ګډو پولو د امنیت ساتلو په اړه هم د افغانستان د دولت د وړاندیزونو هرکلی وشو او ټینګار وشو چې د دې پولې د امنیت خوندې کولو په اړه تر ټولو لومړۍ مهمه خبره دا ده چې کومې سرحدي نښې د طبیعي آفتونو له کبله له منځه تللي، یو ځل بیا مشخصې شي.))

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د امنیتي او اقتصادي چارو په اړه د خبرو لپاره د ترکمنستان پلازمینې عشق آباد ته سفر کړی دی.

XS
SM
MD
LG