افغان امنیتي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش وسله والې ډلې د غړیو په ګډون لسګونه وسلوال مخالفین وژلي دي.
د دفاع وزارت څخه په یوې اعلامیې کې راغلي چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه ګډ تصفیوي عملیات په فاریاب، هلمند ،هرات، ننګرهار ،بغلان او کندز ولایتونو په بېلابېلو ولسوالیو کې شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش د دوو کومندانانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي چې پنځه یې بهرنيان دي.
بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي چې تېره شپه د اچين ولسوالۍ په مزدکي سيمه کې د ماین چاودېدو له امله دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي او درې تنه نوريې ټپیان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، داعش وسله والو د تخريبي اعمالو د تر سره کولو په خاطر ماینونه جوړول په کې یو پرې چاودېدلی او پینځو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.