د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوهنې وزارت: که جګړه ختمه نه شي نور ښوونځي به هم وتړل شي


د افغانستان د پوهنې وزارت اندېښنه لري که چېرې په ولایتونو کې جګړه ختمه نه شي، نو په راتلونکي کال کې به یوشمېر نور ښوونځي هم وتړل شي.

د دغه وزارت ویاند مجیب مهراداد نن ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د هېواد په ناامنه سیمو کې له ۷ سوه څخه زیات ښوونځي تړل شوي دي.

(( که چېرې جګړه همداسې دوام ومومي طبیعي ده چې دا اندېښنې به وي او د تړلو ښوونځیو شمېر به هم لوړ شي.))

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو کلونو کې د بندو ښونځیو شمېر د ۴۰۰ او ۵۰۰ ترمنځ وو، خو د روان کال په وروستیو کې دا شمېره لوړه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG