د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو حقونو خوندیتوب قوانین اغېزناکه نه دي، که عملي کېږي نه؟


په کابل کې پر ښځو د تاوتریخوالي ضد یوه لاریون انځور
په کابل کې پر ښځو د تاوتریخوالي ضد یوه لاریون انځور

د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

له یوې مودې راهیسې په پاکستان او افغانستان دواړو کې د ښځو د حقونو ساتلو په اړه حکومتونه د نویو قوانینو جوړولو او اوسنیو قوانینو سختولو خبره کوي. په دې لړ کې په دې وروستیو کې د پاکستان پنجاب اسمبلۍ هم د ښځو د حقونو ساتنې لپاره قانون سخت کړ، په سوات کې د ښځو جرګه جوړه شوه، په افغانستان کې هم د بشري حقونو ادارو د ښځو حقونو خوندیتوب لپاره حکومت ته سپارښتنې وکړې.

خو پر قوانینو جوړېدو، د هغوی پر سختولو او حکومت ته پر سپارښتنو کولو سربېره، د ښځو حقونو سرغړونو پېښې کېږي. پوښتنه دا ده چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته د ښځو په ژوند کې بدلون ولې نه تر سترګو کېږي؟ هغه څه وجوهات دي چې د ښځو حقونو خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي یا څه اغېز نه لري؟

دا او نورې پوښتنې نن په کرښې پر غاړه خپرونه کې له څلورو ښځو سره څېړو. په خپرونه کې راسره له پېښوره د ښځو حقونو فعاله، د پاکستان بشري حقونو قامي کمېشن د نیمه قبایلي سیمو چارو او د ماشومانو د حقونو ادارې مشره ډاکتره بېګم جان، له سواته د ښځو جرګې مشره تبسم عدنان، له کابله د شبکې زنان روبینه همدرد او له لندنه د ختیځ او افریقايي مطالعاتو پوهنتون استاده او د مدني ټولنو او حکومتدارۍ څېړونکې ډاکتره اورځلا اشرف نعمت مېلمنې دي.

خپرونه د غږ (ږغ) پر ځای کې اورېدای شئ.

د ښځو حقونو خوندیتوب قوانین اغېزناکه نه دي، که عملي کېږي نه؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:31:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG