د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان ځمکنی موقعیت د چین لپاره حیاتي ارزښت لري'


جنرال فن فیګوی وویل، هېواد به یې پر انکشافي او اقتصادي همکاریو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت مرسته وکړي.

د افغانستان له جمهوري ریاسته خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د دې هېواد ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه مازدیګر د چین هېواد له لوی درستیز جنرال فن فیګوی او ملګري پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز ولسمشر ته د افغانستان او سیمې په هکله د چین ولسمشر د نظریاتو، پلانونو او برنامو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان او چین اړیکې دوستانه او په ښو مناسباتو ولاړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، جنرال فن فیګوی وویل، د چین خلک تراوسه هم په نړیوال بانک کې ستاسو د ماموریت پرمهال د چین په بېلابېلو برخو کې د اوبو لګولو د پروژو د تامین او تطبیق یادونه او قدرداني کوي.

هغه وویل، د چین ولسي جمهوریت په افغانستان کې د سولې ټینګښت، د اړیکو پراختیا او له ترهګري سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان حکومت هڅې او اقدامات ستایي او همدارنګه یې ولسمشر ته د خپل هېواد په استازیتوب د همکاریو ډاډ ورکړ.

جنرال فن فیګوی وویل، هېواد به یې پر انکشافي او اقتصادي همکاریو سربېره د افغانستان له حکومت سره په نظامي برخو کې د ۴۸۰ ملیون چینایي ین په ارزښت مرسته وکړي.

د چین لوی درستیز ولسمشر غني ته د چین په استازیتوب د ده د هغې طرحې د ملاتړ ډاډ ورکړ، چې د شانګهای په غونډه کې یې له ترهګري سره د مبارزې په خاطر د سیمې د هېوادونو د همکاریو جلبولو په موخه مطرح کړې وه. هغه وویل، چین به راتلونکی اوړی د دغې طرحې د تطبیق په موخه د سیمې د هېوادونو د مشرانوغونډه جوړه کړي.

جنرال فن فیګوی وویل، د څلور لارې په توګه د افغانستان موقعیت د چین اقتصادي کمربند لپاره حیاتي ارزښت لري، خو ترهګري د چین د دغه اقتصادي کمربند لپاره لوی تهدید دی، نو له دې امله د چین هېواد د ترهګري پر ضد مبارزه باندې ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه، چې د ترهګري ضد ګډه مبارزه باید د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان هېوادونو د څلور اړخیز چوکاټ له مخې ترسره شي. نوموړي همدارنګه د دغو څلورو هېوادونو تر منځ د اطلاعاتو او معلوماتو دشریکولو په همکارۍ هم ټینګار وکړ.

د چین لوی درستیز د ترهګريزو ګروپونو د شتون په هکله خپله اندېښنه وښوده او د ترهګري د نړیوال تهدید پر وړاندې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه وستایله. هغه ټینګار وکړ، چې د چین ولسي جمهوریت به له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له حکومت سره د خپلو امکاناتو په رڼا کې همکاري زیاته کړي.

ولسمشرغني د چین د لوی درستیز د معلوماتو له اورېدلو وروسته له افغانستان سره د چین د ولسي جمهوریت د همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان له چین سره د دوستانه اړیکو او ښو مناسبتاتو د لا پراختیا هڅه کوي.

د هېواد ولسمشر ترهګري یوازې د افغانستان نه، بلکې د چین، سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو جدي تهدید وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه او زړورتیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

محمد اشرف غني وویل، ترهګر د سیمې په هېوادونو کې له نظامي زده کړو وروسته افغانستان ته راځي، چې تېر کال یې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د امنیت د ګډوډولو په موخه ترهګریز بریدونه او فعالیتونه ترسره کړل.

محمد اشرف غني همدارنګه د چین له ولسمشره مننه وکړه، چې د ترهګرۍ پر ضد د سیمې د هېوادونوهمکاریو د جلبولو په موخه یې د ده طرحه خوښه کړې او د یادې طرحې د عملي کولو په موخه د سیمې د هېوادونو د مشرانو غونډه جوړوي.

ولسمشر غني د ترهګري پر ضد د ګډې مبارزې په موخه د افغانستان، تاجکستان، چین او پاکستان د هېوادونو طرحه ګټوره وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه مبارزه باید د واضح میکانیزم او د ترهګرو تر منځ د ښه او بد له توپیر پرته ترسره شي او له ټولو ترهګریزو ډلو سره باید یو ډول چلند وشي.

XS
SM
MD
LG