د لاسرسي ځای

د ولسي جرګې غړي طالبانو سره د روسیې او ایران مرستو اندېښمن کړي


د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي له وسله والو طالبانو سره د روسیې او ایران پوځي مرسته د اندیښنې وړ بولي.

د دې جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي د دوشنبې پر ورځ ته وویل چې د افغانستان حکومت باید پدې هېواد کې د پردیو دنیابتي جګړو مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې امریکايي استخباراتو خبر ورکړی چې په کندز ولایت کې جنګېدونکي طالبان د روسیې نوې وسلې لري.

دې سره سم تیره ورځ په بامیانو کې د طالبانو اړوند د ایراني وسلو یوه زیرمه کشف شوه.

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې هم د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له وسله والو طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او په دې اړه څیړنه کوي.

XS
SM
MD
LG