د لاسرسي ځای

د پاکستان ګډو ګټو شورا غونډه کې پر سرشمېرنه خبرې کېږي


د پاکستان وزیراعظم میا نوزا شریف په مشرۍد هغه هېواد (ګډو ګټو شورا یا مشترکه مفاداتو کونسل) غونډه روانه ده.

د وزیراعظم له دفتره خپور شوی بیان وايي، د دوشنبې ورځې په غونډه کې د څلورو صوبو اعلا وزیران او د وفاقي کابینې غړي ګډون کوي.

په دې غونډه کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې په ګډون پر نهو موضوعاتو خبرې کېږي. د خیبر پښتونخوا مالي چارو وزیر مظفر سید د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې د ګډو ګټو په غونډه کې د صوبې د حقونو او اېن اېف سي اېوارډ په اړه موضوعات له وفاقي حکومت سره شریکوي. ده دا هم وویل چې د قبایلي سیمو لپاره د ځانګړې برخې پر ټاکلو هم غږېږي.

ده وویل، د افغان کډوالو او د قبایلي سیمو بې کوره کړل شویو په نوم د ورغلیو بهرنۍ مرستو په اړه له وفاقي حکومته حساب غواړي.

XS
SM
MD
LG