اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم میا نوزا شریف په مشرۍد هغه هېواد (ګډو ګټو شورا یا مشترکه مفاداتو کونسل) غونډه شوې ده.
د وزیراعظم له دفتره خپور شوی بیان وايي، د دوشنبې ورځې په غونډه کې د څلورو صوبو اعلا وزیران او د وفاقي کابینې غړي ګډون کړې.
په دې غونډه کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې په ګډون پر نهو موضوعاتو خبرې وشوې. د خیبر پښتونخوا مالي چارو وزیر مظفر سید د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې د ګډو ګټو په غونډه کې د صوبې د حقونو او اېن اېف سي اېوارډ په اړه موضوعات له وفاقي حکومت سره شریکوي. ده دا هم وویل چې د قبایلي سیمو لپاره د ځانګړې برخې پر ټاکلو هم غږېږي.
ده وویل، د افغان کډوالو او د قبایلي سیمو بې کوره کړل شویو په نوم د ورغلیو بهرنۍ مرستو په اړه له وفاقي حکومته حساب غواړي.
څو ورځې مخکې وفاقي حکومت خیبر پښتونخوا ته د برېښنا ګټو پاتې پیسو ورکولو ژمنه کړې وه او اسلام اباد، پېښور ته ویلي ول چې ورته به اوس زیاتې پیسې ورکوي.
د ګډو ګټو شورا غونډې مهمه موضوع په پاکستان کې سرشمېرنه او کورشمېرنه وه. په وروستي ځل په ۱۹۹۸ز کال کې په هغه هېواد کې سرشمېرنه او کورشمېرنه شوې وه.