د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پخواني ګورنر وژونکی په دار شو


ممتاز قادري
ممتاز قادري

ممتاز قادري د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير امنیتي ساتونکی وو او هم ده د 2011 م کال د جنورۍ په څلورمه نېټه په اسلام آباد کې سلمان تاثير په ډزو وواژه.

راولپېنډۍ - د پنجاب صوبې په پنډۍ ښار کې د زندان (جېل) چارواکي وايي د پخواني ګورنر د قتل په مقدمه کې مجرم ګرځول شوي ممتاز قادري ته بيګا په اډياله جېل کې زندۍ ورکړل شوه.

په ۲۰۱۱ ز کال د راولپېنډۍ ترهګرۍ مخنيوي عدالت تر جرم ثابيتېدو وروسته، ممتاز قادري ته دوه وارې د مرګ سزا اورولې وه.

د ۲۰۱۵ز کال په ډېسېمبر کې د پاکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ هم دا فیصله پر ځای وساتله. وروسته د پاکستان ولسمشر هم د ممتاز قادري د رحم غوښتنلیک رد کړ.

ممتاز قادري د پنجاب پولیسو ځانګړی سرتېری او د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر ساتونکی وو.

قادري د ۲۰۱۱ز کال د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې پر تاثیر ډزې وکړې او هغه یې وواژه. ده تور پورې کړی وو چې تاثیر د اسلام او د پیغمبر سپکاوي مجازاتو په قانون کې د بدلون له غوښتنې سره د مذهب او پیغمبر سپکاوی کړی وو.

سلمان تاثیر د یاد قانون منتقد وو او په بیا بیا یې پکې د بدلون غوښتنه کړې وه ځکه چې په اند یې دا قانون په ناسم ډول کارول کېږي.

په پاکستان کې د اسلام پیغمبر د سپکاوي سزا مرګ ده.

XS
SM
MD
LG