د لاسرسي ځای

افغان حکومت او یوناما وروستي تروریستي بریدونه وغندل


د افغانستان دفاع وزارت په کابل او د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما په کونړ کې پرونۍ ځان وژونکې حملې وغندلې.

پرون په کابل کې دفاع وزارت ته نږدې ځانوژونکي بريد ١٢ کسان ووژل او ٨ نور زخميان کړل.دفاع وزارت وايي په وژلو شويو کې د ملي اردو ٢ سرتېري هم شامل دي.دغه وزارت په يوه اعلاميه کې دا حمله غندلې او د وسلوالو مخالفانو د کمزورۍ نښه يې بللې ده.وسلوالو طالبانو د دې حملې ذمه واري منلې وه.

تر دې حملې څو ساعته مخکې په کونړ کې ځان وژونکى بريد وشو چې ١١ ملکيان يې ووژل او تر ٣٠ زيات نور يې زخميان کړل. يوناما يا د ملګرو ملتونو سياسي دفتر په يوه اعلاميه کې په کونړ کې دغه حمله غندلې او ويلي يې دي د ملکيانو په ساحو کې چاودنې له نړيوالو بشري قوانينو څرګنده سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG