د لاسرسي ځای

افغان حکومت وايي د سولې لپاره ټینګه اراده لري


افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند ظفر هاشمي وايي افغان حکومت د سولې او پخلاينې د بريا لپاره ټينګه اراده لري.دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې روانه اونۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.

ظفر هاشمي پرون مشال راډيو ته وويل، د سولې او پخلاينې د هڅو لپاره افغان حکومت کلک هوډ لري، ده زیاته کړه:

” نيت مو نېک، هوډ مو کلک او دريځ مو مشخص دى. د غونډې څرنګوالى هغه وخت ټاکل کېږي چې دا غونډه پيل شي.“

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو تر اوسه څلور وارې په خپلو کې د سولې په اړه خبرې کړي دي. د سولې عالي شورا هيله څرګنده کړې، چې حقاني شبکه او وسلوال طالبان به په مخامخ خبرو کې برخه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل او کونړ کې ځانمرګو بريدونو شا و خوا ٢٥ کسان ووژل.

پاکستان هم په دې وروستیو کې وویل چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي او هڅه به یې وي چې زیات نه زیاتې وسلوالې ډلې د سولې په خبرو کې شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG