د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظفر سید: ترهګرۍ ځپلې پښتونخوا ته مناسبې مرستې نه دې ورکړل شوې


پېښور:د خیبر پښتونخوا د خزانې وزارت وايي ، د قومي مالیې د تقسیم د فارمولې له مخې یادې صوبې ته ورکول کېدونکې یو فیصد مالیه ډېره کمه ده.

دا خبره د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر مظفر سید کړېده. نوموړی وايي چې یاده یو فیصد مالیه خیبرپښتونخوا ته د دې لپاره ورکول کېږي چې ترهګرۍ ځپلې ده.

د مظفر سید په وینا ، خیبر پښتونخوا چې څومره ترهګرۍ ځپلې ده د هغه لپاره یو فیصد مالیه ډېره کمه ده او دا باید درې فیصده شي.

مظفر سید ویلي چې د پاکستان مرکزي حکومت کېري لوګر بل ، کولېشن سپورټ فنډ او نورې نړیوالې مرستې تر لاسه کړې دي خو خیبر پښتونخوا ته یې مناسبه برخه نده ورکړې.

مظفر سېد وايي ، د قومي مالیې د تقسیم په لړ کی پښتونخوا صوبه خپل یو دریځ لري او هغه دا چې موږ وايو چې د ترهګرۍ ضد جنګ په لړ کې مرکزي حکومت موږ ته کوم یو فیصد برخه راکوي نو دا ډېره کمه ده، زموږ پر صوبه ډېر بوج دی او موږ د ترهګرۍ په جبه کې ښکېل یو، او د ترهګرۍ په هدف کی پښتونخوا صوبه په لومړي صف کي ده، نو زموږ غوښتنه دا ده چې د ترهګرۍ لړ کې دې موږ ته لږ تر لږه درې فیصده مالیه راکړل شي.

د قومي وطن پارټۍ مشر او د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاؤ مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو په فعالیتونو کې تر ټولو زیاتې لويي پېښي په پښتونخوا صوبه کی شوې دي او تر ټولو زیاتې تعلیمی ادارې په پښتونخوا کی ورانې شوې دي.

د آفتاب احمد خان شیرپاو په وینا ، د پاکستان مرکزي حکومت د ترهګرۍ له کبله د ځپل کېدو په مد کې په اربونو ډالر ترلاسه کړي خو خیبر پښتونخوا ته یې خپله مناسبه ونډه نده ورکړې.

آفتاب احمد خان شیرپاؤزیاته کړه چې خیبر پښتونخوا ته د برېښنا ګټه نه ده ورکړل شوې ، د ګېس ګټه نده ورکړل شوې او له موږ سره اړین نهري نظام هم نشته او هم داسې موږ ته د خپلو اوبو په بدل کې هم څه نه راکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د شریکو ګټو د شورا تر غونډه وړاندې مرکزي حکومت له خیبر پښتونخوا سره د بجلۍ د بقایه جاتوورکولو او د بجلۍ د ګټي د زیاتولو غوښتنی منلې دي.

خو د خېبر پښتونخوا حکومت وايي دوي به د شریکو ګټو د شورا په مهمه غونډه کی د صوبې د نورو حقونو ترڅنګ د قومي ماليې د تقسیم ستونزه هم راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG