د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي، نه پوهېږي ولې افغان کډوال له یونانه وتلو ته نه پرېښودل کېږي


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي دوی نه پوهیږي چې ولې افغان کډوالو ته له یونان څخه نورو اروپايي هیوادونو ته د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ ویانده میلیسا فلیمینګ وايي ، د افغان کډوالو پر مخ د دروازو د تړلو په برخه کې د بالکان هیوادونه پړه یو پر بل اچوي .

نوموړې وايي اداره یې تر اوسه په دې نه ده خبره چې ولې یونان ته د رسیدلو افغانانو په مخ لارې تړلي او څوک د دې پریکړې تر شا دي ؟

دا مهال په زرګونو غیرې قانوني افغان کډوال چې تر یونان پورې رسیدلي او غواړي د مقدونیا له لارې لویدیځې اروپا ته ځانونه ورسوي په یونان کې ایسار دي .

مقدونیايي چارواکي وايي د افغانانو په وړاندې یې خپلې پولې ځکه تړلي چې سربیا اجازه نه ورکوي چې د مقدونیا څخه افغانان ور واوړي .

سربیا وايي دوی د افغان کډوالو د مخ نیولو پریکړه له هغه وروسته وکړه چې له خپلو دوو ګاونډیو سلووینیا او اتریش سره یې خبرې وکړي .

خو د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د سلووینیا او اتریش د چارواکو له خولې وايي د دوی پولې د ټولو هیوادنو د هغو وګړو لپاره چې د پناه غوښتنې په لټه دي پرانیستي دي .

دوی وايي له هیڅ هیواد څخه یې غوښتنه نه ده کړي چې د افغانانو د ورتګ مخه دې ونیسي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG