د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر امریکايي جنرال ته میډال ورکړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمبل ته ستوری اوله درجه عالي دولتي مډال ورکړ.

د افغان ولسمشر د دفتر لخوا پرون په خپاره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د جان کېمبل د مخه ښې په دغو مراسمو کې چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چارواکي او د غوڅ ماموریت یو شمېر چارواکي هم موجود وو په ارګ کې ترسره شول.

ولسمشر غني جنرال جان کمبل ته د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو سره په ګډه په افغانستان کې د امینت د تامین په خاطر د خدمتونو د قدرونې په موخه ستوری اوله درجه عالي دولتي مډال ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG