د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په کونړ کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۳ تنه وژلي


کونړ: د افغانستان د کونړ ولایت چارواکي وايي چې نن (شنبه) شاوخوا ۱۰ بجې هلته یو ځانمرګي برید ۱۳ تنه وژلي او تر ۴۰ زیات يې ټپيان کړي دي.

د چارواکو په وینا ، دا پېښه د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې ولایت مقام ته څېرمه د شهیدانو د پارک په دروازه کې شوې ده.

د روغتون چارواکي وايي چې په ور وړل شویو ټپیانو کې د یو شمېر کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د کونړ ولايت امنیه قوماندان جنرال عبدالحبیب سيدخېل مشال راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې حاجي خانجان هم شامل دی چې تېر کال يې په مشرۍ کې د دانګام ولسوالۍ خلکو د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون کړی و.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي مشال راډیو ته وویل چې د دې ځانمرګي برید هدف چې د ولایت مقام ته نږدې وشو، د دانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي خان جان و.

کلیمزي زیاته کړه چې خپله حاجي خانجان هم په دې برید کې وژل شوی او دا هغه کس و چې د حکومت په ملاتړ یې فعالیتونه کول.

چا تر دې دمه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG