د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرکز و خېبر پښتونخوا ته د بجلۍ ګټې بقایه جات ورکوي


ګومل زامم بند
ګومل زامم بند

مرکزي حکومت له خېبر پښتونخوا صوبې سره نه یوازې د بجلۍ اویا اربه روپیو بقایه جات منلي دي بلکې اوس به هر کال د بجلۍ خالصې ګټې په لړ کې د شپږ اربو روپیو پرځای اتلس اربه روپۍ ورکوي.

د خېبر پښتونخوا له وزیر اعلا کور پېښوره خپور شوی یو بیان وايي د پاکستان مرکزي حکومت ورسره د بجلۍ خالصې ګټې او بقایه جاتو ورکولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.

په بیان کې راغلي چې مرکز له خېبر پښتونخوا صوبې سره نه یوازې د بجلۍ اویا اربه روپیو بقایه جات منلي دي بلکې اوس به هر کال د بجلۍ خالصې ګټې په لړ کې د شپږ اربو روپیو پرځای اتلس اربه روپۍ ورکوي.

له وزیر اعلا کوره جاري شوې خبرپاڼې له مخې د زیارت په ورځ په اسلام آباد کې د پښتونخوا اعلا وزیر په مشرۍ صوبايي وزیرانو د مرکزي حکومت له وزیرانو خواجه آصف او اسحاق ډار سره له یوې مهمې ناستې پس د بجلۍ خالصې ګټې او بقایه جاتو په لړ کې دغه لوظنامه لاسلیک شوه.

د خزانې صوبايي وزیر مظفر سید مشال راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت له صوبايي حکومت سره د بجلۍ اویا اربه بقایه جات ومنل او دغه بقایه جاتو کی به ۲۵ اربه سږ کال او نورې پیسې به په راتلونکیو درو کلونو کې د ۱۵ ،۱۵ اربه روپیو په قسطونو کې ورکوي.

له مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې د خزانې صوبايي وزیر مظفرسید زیاته کړه چی د پښتونخوا د اضافی اوبو او ګېس په لړ کی هم مرکزي حکومت د دوی غوښتنې ومنلې او مرکزي حکومت به اوس د پښتونخوا د اوبو کارولو په بدل کې د پښتونخوا د جنوبي ضلعو د درې زره ایکړه شاړو ځمکو خړبولو لپاره د لښتیو یا نهری نظام د یو مهمې منصوبې نژدې ۶۵ فیصده لګښت مرکزي حکومت برداشتوي.

د پښتونخوا صوبې او مرکز ترمېنځ د بجلۍ د خالص ګټي اوبو او ګېس په اړه دا مهیم پرمختګ په داسي حال کي شوی دې چې د فیبرورې په یو کم دېرشمه نېټه د صوبو او وفاق ترمېنځ د همګټې شورا غونډه رابلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG