د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوازه خېله کې د سکول دېوال پرېوتی، ۲۰ ماشومان ژوبل


په سوات کې نن د جمعې په ورځ د یوه شخصي سکول ودانۍ دېوال پرېوتو په پېښه کې ۲۰ ماشومان ژوبل شوي دي.

د خوازه خېلې تاڼې محرر تاج محمد مشال راډیو ته وویل، نن غرمه د شاه ولي الله ماډل سکول په نوم د ښوونځي دېوال د ورځې دوولس بجې هغه مهال پرېووت چې ګڼو ماشومانو په میدان کې لوبې کولې.

دی وايي، د ښوونځي پرېنسیپل اسلام الدین پر ضد یې مقدمه درج کړې او هغه یې نیولی دی.

خو اسلام الدین مشال راډيو ته وویل چې پولیس معاملې ته بل رنګ ورکوي. ده وویل، په ښوونځي کې د زلزلې اوازه خپره شوه او ماشومانو منډې کړې چې په ټېل ماټېل کې ژوبل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG