د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهارهوايي ډګر بهرني تاسیسات افغانانو ته سپارل کېږي


د افغانستان د ملي هوایي چلند د خپلواکې ادارې مرستیال محمود شاه حبیبي د پنجشنبې پر ورځ په کندهار کې مشال راډيو ته وويل چې د دې ولایت د هوايي ډګر د مامورینو شمیر به زیات کړي او ځانګړي روزنیز کورسونه به ورته جوړ کړي څو د بهرنیانو له تاسیساتو مناسب کار واخیستل شي.

نوموړي زياته کړه چې په هوايي ډګر کې به د الوتکو د ترمیم یوه روزنیزه دوره هم پيل شي.

بلخوا د کندهار والي د هوايي ډګر لپاره د نوي ولسي ټرمینل پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG