د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې پوځي عملیات روان دي’


د افغانستان د ننګرهارولايت په اچین او نازیانو ولسوالیو کې د ملي اردو او پولیسو پوځي عملیات روان دي.

د ننګرهار د والي له دفتره خپره شوې د پنجشنبې پر ورځ په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د دې عملیاتو په پایله کې هغه ښوونځي او روغتونونه چې په دې ولسوالیو کې د ناامنۍ له امله تړل شوي ول، بیرته پرانیستل شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکو ویلي چې په اچین او نازیانو کې د داعش ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو په نازیانو، کوټ او اچین ولسوالیو کې پر ولسي پاڅون کوونکو غږ کړی چې د داعش وسله والې ډلې پر ضد مبارزه کې دې د امنیتي ځو اکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG