د لاسرسي ځای

تازه خبر

شرمين عبيد: هر کال زر ناموسي وژنې د پاکستان پر لمن داغ دی


شرمېن عبيد چنايي په ۲۰۱۲ کال کې آسکر جايزه ګټلې وه او دا ځل يې يو بل فلم هم نوماند دی.
شرمېن عبيد چنايي په ۲۰۱۲ کال کې آسکر جايزه ګټلې وه او دا ځل يې يو بل فلم هم نوماند دی.

پاکستانۍ ډاکومينتري فلم جوړونکې شرمېن عبيد چنايي د ۱۹ کلنې صبا قيصر په نامه هغې جلۍ په اړه فلم جوړ کړی چې په ۲۰۱۴ کال کې په پنجاب کې خپل پلار له دې کبله په ډزو وويشتله چې په خپله خوښه يې واده کړی وو. دا فلم "جلۍ په سيند کې" نوميږي او د دې کال آسکر نړيوالې جايزې لپاره نومول شوی دی.

شرمېن عبيد په ۲۰۱۲ کال کې آسکر جايزه د خپل يو بل فلم لپاره ګټلې وه. هغه فلم مخ ژغورنه (Saving Face) نومېده چې د هغو مېرمنو په اړه وو چې تېزاب پرې شيندل شوي وو. اوه دېرش کلنه شرمېن عبيد چنايي لومړۍ پاکستانۍ فلم جوړوونکې ده چې آسکر جايزه يې ګټلې. نوموړې سره د مشال رېډيو خبريال بشيرګواښ مرکه کړې چې دلته يې پښتو ژباړه لوستلی شئ.

مشال راډيو: ستاسې دا فلم د صبا قيصر په نامه يوې جلۍ په کيسه راڅرخي او پاکستان کې ناموسي وژنې رانغاړي. صباقیصر مو څنګه ومونده؟

شرمېن عبيد چنايي: د صبا قیصر کيسه مې تر هغې لږ وروسته په ورځپاڼو کې ولېده چې پلار يې هغه پر سر ووېشتله. د هغې يوازينۍ ګناه د هغې مينېدل وو. ما همغه وخت دا پرېکړه وکړه چې کيسه به يې نړۍ ته رسوم. زه بيا هغه روغتون ته ورغلم چې دا پکې تر درملنې لاندې وه. هغه وخت نه پوهېدم چې د صبا کيس به څنګه شي خو وروسته هغې د کلي د مشرانو په فشار خپل پلار ته بخښنه وکړه.

رښتينې ګټه او جايزه به هغه وي چې زموږ وطن کې خلک د ناموسي وژنو مسله يوه ستونزه وبولي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون سخت کړل شي. دې سره به د ناموسي وژنو بوږنوونکي جرمونه کم شي.

مشال راډيو: تاسې د فلم لپاره د صبا پلار سره هم لیدلې وو. د لور د وژلو په هڅه پښېمانه نه وو؟

شرمېن عبيد چنايي: زما دا فلم په پاکستان کې د ټولنې پر هغه سخت دريځه فکر رڼا اچوي چې مېرمنې ورسره مخ دي. ما د صبا پلار په زندان کې وليد. هغه لا هم په زړه کې بيخي ډېره کرکه لري. هغه ويل چې صبا غلط کار کړی او ده د يو پلار په توګه سم کار کاوه چې د هغې د وژلو هڅه يې وکړه. هغه ويل چې مينه کول او په خپله خوښه واده کول، د صبا داسې ګام وو چې د دوی د کورنۍ لپاره يې شرم راوړ.

دغه هغه فکر دی چې له کبله يې پاکستان کې هر کال زر مېرمنې د ناموسي وژنو قرباني کيږي. پر دې مسله خبره کول هم بده ګڼل کيږي. همدغه وجه وه چې ما کوشش وکړ دا موضوع د خپل فلم له لارې راپورته کړم تر څو خلک پرې خبرې وکړي، قانونونه جوړ شي او د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی پای ومومي.

مشال راډيو: پاکستان کې پر ښځو د زور زياتي د مخنيوي لپاره يو قانون شته دي. آيا هغه کافي نه دی؟

شرمېن عبيد چنايي: اوسنی قانون ناموسي وژنې يو انفرادي عمل بولي او د ریاست پر ضد يې نه بولي. همدا وجه ده چې د داسې ښکار پېښو خلکو يا کورنيو ته د مجرم د بخښلو واک ورکول کيږي. که يو پلار لور ووژني نو د وژل شوې جلۍ مور واک لري چې خپل خاوند وبخښي. همداسې که يو ورور خپله خور ووژني نو مور پلار يې بخښلی شي. په بله مانا له اوسني قانون څخه په دې شکل ناوړه ګټه اخیستل کيږي. له همدې کبله ناموسي وژنې ورځ تر بلې زیاتيږي.

موږ څو ورځې مخکې د وزيراعظم په دفتر کې هغه ته دا فلم وښود. نوموړي خپلو چارواکو ته وويل چې د ناموسي وژنو د مخنيوي په دې جرم کې ښکېلو خواوو ته په سمه توګه د سزا ورکولو لپاره دې قانوني مسوده کې ضروري بدلونونه وشي.

مشال راډيو: د وزيراعظم سره مو ملاقات څنګه وو؟ څه هيلې يې درکړي کنه؟

شرمېن عبيد چنايي: د پاکستان وزيراعظم نواز شريف آسکر جایزې ته زموږ د فلم تر نومول کېدو وروسته وعده کړې چې ناموسي وژنې به ختموي. هغه هم لوڼې او لمسيانې لري. دا د هغه لپاره له دې کبله هم ارزښت لري چې نه يوازې د ټول پاکستان مېرمنو بلکې د خپلې کورنۍ ښځو ته يو پيغام ورکړي.

د وزيراعظم ملاتړ به د ټولنې فکر بدلولو کې مرسته وکړي.که موږ قانوني نيمګړتياوې په نښه او د اصلاح لپاره پکې بدلون وکړو نو پاکستانۍ مېرمنې به مو خوندې کړي وي. دا پيغام به مو هم رسولی وي چې ناموسي وژنې زموږ د ټولنې پر لمن يو داغ دی.

مشال راډيو: د امريکا آسکرز جايزې ته د دې فلم له نومول کېدو څه هيله لرئ؟

شرمېن عبيد چنايي: وياړم چې په دومره مهم او معتبره ځای کې د پاکستان استازيتوب کوم. تر دې مخکې مې يو ځل دا جايزه ګټلې هم ده. خوشاله يم چې زما فلمونو خلکو ته رسېږي ځکه چې د فلمونو جوړولو له پېله مې همدا هيله وه چې نا اورېدلې کيسې دنيا ته ورسوم. د جايزو د لارې زما د کار ستاینه رښتیا هم د وياړ ځای دی خو رښتينې ګټه به هغه وي چې زموږ وطن کې خلک د ناموسي وژنو مسله يوه ستونزه وبولي او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون سخت کړل شي. دې سره به د ناموسي وژنو بوږنوونکي جرمونه کم شي.

XS
SM
MD
LG