د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې وسلې، مهمات او نشه يي توکي نیول شوي


د لوګر امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري په سیمه کې يې د عملیاتو په ترڅ کې وسلې، د سپکو او درنو وسلو ګڼ مهمات او د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې ۷۷۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي دي.

د پنجشنبې پر ورځ د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي مشال راډیو ته وویل، چې د پولیسو د کشفي ادارو منسوبینو د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري په سیمه کې عملیات وکړل، چې په ترڅ کې يې یوه اندازه د توپ ګولۍ، شل ډزي توپک، د راکټ انداز ګولۍ، ریموټ کنټرول ماینونه او دوه عدده راکټ انداز امنیتي منسوبینو لاسته ولویدل.

امنیه قوماندان وویل، وسلوالو غوښتل د دې وسلو او مهماتو په انفجار او استعمال سره د لوګر او کابل د عمومي جادې یوه برخه تخریب کړي.

د ده په وینا د مخدره توکو وړونکی امنیتي ځواکونو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

د لوګر امنیه قوماندان د نیول شویو وسلو او مهماتو ارقام داسې وړاندې کړل:

((د لوګر د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم سره د مبارزې مدیریت د عملیاتي پلان په بنسټ د دغه ولایت د محمد آغې ولسوالۍ په پل کندهاري سیمه کې عملیات ترسره کړل چې لاسته راوړنې یې ۱۵ دانې د توپ ګولۍ، دوه میله شل ډزي او ورسره ۵ شاجوره یې مرمۍ، ۵ فیره د راکټ انداز ګولۍ، ۸ دانې ریموټ کنټرول ماینونه، دوه راکټ انداز او پنځه کیلو هغه مواد چې د ماینونو په جوړولو کې ترې کار اخېستل کېږي، همدارنګه د لوګر په ازره ولسوالۍ کې هم ۷۷۰ کیلو ګرامه تریاک او نور مخدره توکي امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي.))

د لوګر امنیه قوماندان محمد داوود احمدي وړاندې وویل، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو مرسته او همکاري دوی سره د وسلوالو او مخدره توکو په نیولو کې مرسته کوي.

د لوګر امنیه قوماندان د نیول شویو مخدره توکو او د یادو توکو د لیږدونکي په تړاو وویل:

((۷۷۰ کیلو تریاک دي، چې د ملي امنیت او پولیسو په مشترک پلان د ازرې په ولسوالۍ کې لاسته راوړنه ده، هغه چا چې مواد مخدر انتقالول په متقابل جنګ کې له منځه تللی دی.))

امنیتي چارواکو د نیول شویو وسلو او مهماتو په تړاو د مظنونینو د نیول کیدو په باب څه ونه ویل او نه هم تر اوسه کومې مخالفې وسلوالې ډلې پدې اړه څه رسنیو ته څه ویلي دي.

د یادونې وړ ده تیره ورځ هم ۶۰۰ کیلوګرامه تاریاک د ملي امنیت د ځواکونو لخوا د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې له یو عراده ډاټسن موټر سره نیول شوي ول.

لوګر چې د پلازمینې کابل جنوبي دروازه بلل کیږي عموماً وسلوال او د نشه يي توکو کاروباریان د پکتیا او ننګرهار ولایت د ناامنو سیمو څخه، چې د ډیورند کرښې پر پوله پرتې دي ور اوړي او لدې وسلو او مهماتو د یاد ولایت په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې په وسلوالو بریدونو او چاودنو کې ځنې ګټه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG