د لاسرسي ځای

اقبال ظفر جګړا د خېبر پښتونخوا لپاره نوی ګورنر نومول شوی


د مسلم لیګ نون سېنېټر اقبال ظفر جګړا

د مسلم لیګ نون سېنېټر اقبال ظفر جګړا

د مسلم لیګ نون سېنېټر اقبال ظفر جګړا د پېښور ختیځ پلو د جګړا کلیوالې سیمې اوسېدونکی دی

د پاکستان وزیراعظم دفتر ویاند د چارشنبې په ورځ ناوخته وویل، نواز شریف د خېبر پښتونخوا نوي ګورنر لپاره د اقبال ظفر جګړا نوم ولسمشر ممنون حسېن ته استولی دی. د پاکستان ایین له مخې نومونه وزیراعظم کوي او د ګمارنې لاسلیک یې ولسمشر کوي.

د یادونی وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي په ظاره په دې دلیل استعفا ورکړې وه چې نوموړی غواړي په خپله هزاره سیمه کې د خپل مسلم لیګ ن ګوند سیاسي هلې ځلې جاري وساتي او په راروانو عامو ټاکنو کې برخه واخلي.

تر دا مهاله د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د صوبې ځایناستي ګورنر په توګه دنده پرمخ وړي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د وفاق او په تېره د ولسمشر استازی وي چې تر ډېره تر صوبې او مرکز لاندې قبایلي سیمو انتظامي چارې څاري.

خو د قبایلي سیمې وکیلانو ټولني یو مشر اعجاز مومند د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې وویل، هر څوک که د خېبر پښتونخوا ګورنر راځي، دوی ترې د خېر تمه ترې نه لري:

((د خېبر پښتونخوا ګورنر د څوکۍ مثال د مغلو دور د پاچا دی، چې کله ګورنر پر خپله څوکۍ کېني او د دغه څوکۍ په چشمو یا عینکو کې اوویشت زره کلومیټره مشتملې تر وفاق لاندېقبایلي سیمې او د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمې وویني چې ټول واک یې له ګورنر سره دی نو له هغه هر څه هېر شي،که هر څوک ګورنر راځي نو موږ قبایل ترې هېڅ توقع نه لرو او دا ځکه چې په تېرو وختونو کې پښتون ګورنر راغلی، بیا د پوځ یو ریټایرډ ګورنر هم راغلو او د قبایلي سیمو خپل ګورنر هم راغلی، د جمهوري او سیکولر ګوند ګورنر هم راغلی دی خو د قبایلو د خېر لپاره یوه هم هېڅ کار نه دی کړی. هېڅ یوه ګورنر هم د پاکستان ولسمشر ته په قبایلي سیمو کې د اېف سي آر ختمولو یو لیک هم نه دی استولی))

XS
SM
MD
LG