د لاسرسي ځای

تازه خبر

خراسان پوهنتون وتليو زده کوونکيو ته وړیا زده کړې ورکوي


په ننګرهار کې يو شخصي پوهنتون یو سل او شل تنه هغه ځوانان چې د دولسمو ټولګيو څخه په اول، دویم او دريمه درجه په ښو نمرو فارغ شوي وي، په پوهنتون کې څلور کلنې وړيا زده کړې ورکوي.

ننګرهار يو ګڼ مېشته ولایت دی چې هر کال په کې په زرګونه تنه ځوانان له دولسمو ټولګيو څخه فارغېږي، چې په کم شمېر کې دولتي پوهنتون ته جذبېږي، خو ګڼ شمېر ځوانان بیا د غربت له امله نه شي کولای چې په شخصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي.

سږکال په جلال اباد کې د خراسان په نوم يوه شخصی پوهنتون یو سل او شل تنو هغو ځوانانو ته چې د دولسمو ټولګيو څخه په لوړو نمرو فارغ شوي وي، په وړیا توګه څلور کلنې زده کړې ورکوي.

دغه خبره د یاد پوهنتون مشر احمد طارق کمال د دولتي تعليمي ادارو له مشرانو سره په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د چارشنبې په ورځ وکړه. نوموړي وويل:

(( موږ سږ کال د ۱۲۰ تنو محصلینو لپاره وړیا بورسونه لرو. دغه محصلين به موږ په انجينري، اقتصاد، کمپيوټر ساینس، ژورنالیزم او ادبیاتو پوهنځيو کې جذبوو، او له څلورو کلونو وروسته چې کله دوی فارغ شي، هغو محصلینو چې ښه وړتيا يې ښودلي وي، د هغوی لپاره به موږ د ماسترۍ او همدا رنګه د پي ايچ ډي بورسونه برابروو.))

د ننګرهار پوهنتون رييس استاد ببرک مياخيل د یاد پوهنتون د وړيا زده کړو اقدام ته په درنه سترګه ګوري او له نورو شخصي پوهنتونونو څخه هم تمه لري چې هغو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي چې بې وزلې وي.

(( دا زه یو بې ساری اقدام ګڼم، نن خراسان پوهنتون دا قدم پورته کړو چې د ښوونځيو د دولسم ټولګيو هغو فارغانو ته چې په اوله، دویمه، او دريمه درجه فارغ شوي وي، سکالرشيپونه ورکوي. نور پوهنتونونه او تعليمي موسسې چې د افغانستان په ختيځه حوزه کې په ځانګړې توګه په ننګرهار پرانستل شوي، هغوی که هم دغه شان قدم پورته کړي، نو دا ډيره مرسته د شاګردانو د تشویق سره او هم د هغو ځوانانو لپاره چې د فيس ورکولو توان نه لري.))

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي د ياد پوهنتون له چارواکو وغوښتل چې هغو ځوانانو ته هم د فیسونو په تحفیف سره په خپل پوهنتون کې د زده کړو چانس ورکړي، چې اقتصادي وضعیت يې ښه نه وي.

(( زموږ غوښتنه له خراسان پوهنتون څخه دا ده چې دغه ځوانان چې استعداد او لیاقت لري، کېدای شي، دولتي پوهنتون کې هم یو شمېر جذب شي، باید چې زموږ بې وزلو ځوانانو ته هم د تحصیل زمینه په وړيا ډول یا په کم فیس سره برابره کړي.))

د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي چې دوی سږکال ۱۴۰۰۰ زده کوونکي له دولسمو ټولګيو څخه فارغ کړي خو د ننګرهار پوهنتون چارواکي وايي چې هر کال دوی تر څلور زرو پورې محصلین جذبوي چې په دې کې ګڼ شمير محلصین له نورو ولایتونو څخه هم ننګرهار پوهنتون کې جذبېږي.

XS
SM
MD
LG