د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا نوی ګورنر ولې نه ټاکل کېږي؟


د قبایلي سیمې وکیلانو ټولني یو مشر اعجاز مومند وايي، هر څوک که د خېبر پښتونخوا ګورنر راځي، دوی ترې د خېر تمه ترې نه لري

پېښور: څه باندې دوه نیمې اونۍ کېږي چې د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسی استعفا ورکړې خو تر دې دمه نوی ګورنر نه دی ټاکل شوی. د پاکستان مرکزی حکومت اول د ګورنرۍ لپاره د یو ریټایرډ پوځي عالم خټک پر نامه سلا کوله خو اوس یې د مسلیم لیګ ن د اقبال ظفر جګړا او پیر صابر شاه پر نومونو هم مشاورت روان دی.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد مشال راډیو ته وویل د خېبر پښتونخوا لپاره د ګورنر ټاکنه ځکه د ځنډ ښکار ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د سیاسي مشرتابه ترڅنګ له پوځي مشرانو سره هم سلامشوره ډېره مهمه وي.

((حقیقت دا دی چی قبایلي سیمه ډېره حساسه او له افغانستان سره یو اوږده پوله لري. د خېبر پښتونخوا ګورنر ټول کار هم له دغو سیمو سره تړلی وي، نو زما په اند مخصوص قوتونه او غټې غټې ادارې دا نه غواړي چې دلته دې یو سیاسي سړی راشي. زما د معلوماتو مطابق مهتاب عباسي هم په دې وجه استعفا ورکړې ده چې هغه ته ډېر خنډونه ول اوکار ته نه پرېښودل کیدلو، اوس چې نوی ګورنر راځي نو دا به د نواز شریف د خوښې پرځای د بل چا په خوښه راځي))

خو د قبایلي سیمې وکیلانو ټولني یو مشر اعجاز مومند وايي، هر څوک که د خېبر پښتونخوا ګورنر راځي، دوی ترې د خېر تمه ترې نه لري:

((د خېبر پښتونخوا ګورنر د څوکۍ مثال د مغلو دور د پاچا دی، چې کله ګورنر پر خپله څوکۍ کېني او د دغه څوکۍ په چشمو یا عینکو کې اوویشت زره کلومیټره مشتملې تر وفاق لاندېقبایلي سیمې او د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمې وویني چې ټول واک یې له ګورنر سره دی نو له هغه هر څه هېر شي،که هر څوک ګورنر راځي نو موږ قبایل ترې هېڅ توقع نه لرو او دا ځکه چې په تېرو وختونو کې پښتون ګورنر راغلی، بیا د پوځ یو ریټایرډ ګورنر هم راغلو او د قبایلي سیمو خپل ګورنر هم راغلی، د جمهوري او سیکولر ګوند ګورنر هم راغلی دی خو د قبایلو د خېر لپاره یوه هم هېڅ کار نه دی کړی. هېڅ یوه ګورنر هم د پاکستان ولسمشر ته په قبایلي سیمو کې د اېف سي آر ختمولو یو لیک هم نه دی استولی))

د یادونی وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي استعفا ورکړې وه او نوموړي د استعفا ظاهره وجه دا ښودلې وه چې هغه په خپله هزاره سیمه کې د خپل مسلم لیګ ن ګوند سیاسي هلې ځلې جاري ساتل غواړي او په راروانو عامو ټاکنو کې برخه اخیستل غواړي نو ځکه يې تر ټاکنودوه کاله وړاندې استعفا ورکړه.

دا مهال د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د صوبې ځایناستي ګورنر په توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG