د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره مخامخ خبرې په مارچ میاشت کې کېږي


په کابل کې د افغان سولې بهیر څلوراړخیزه غونډه. ۲۳فبرورۍ
په کابل کې د افغان سولې بهیر څلوراړخیزه غونډه. ۲۳فبرورۍ

په کابل کې د افغان سولې بهیر څلوراړخیزې غونډې په اعلامیه کې پر روان تاوتریخوالي د علماوو فتواګانو ته هم هرکلی شوي دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې د راتلونکې مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سولې څلوراړخیزې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي د غونډې برخوالو د طالبانو له ټولو ډلو غوښتي چې د خپلو با صلاحیته استازیو له لارې په هغه غونډه کې برخه واخلي چې په مارچ میاشت کې د پاکستان په کوربه توب جوړېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سولې څلوراړخیزې غونډې په دغه پړاو کې د افغان ولسمشر اشرف غني د هغو څرګندونو هرکلی شوی چې له طالبانو او ګلبدین حکمت یار سره یې د سولې خبرو کولو لپاره د افغان دولت ټینګه ژمنیتا ښودلې وه.

په اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان له لوري د ګډو کاري ډلو جوړولو هرکلی شوی چې د افغانستان په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ لپاره له علماوو سره وویني.

په اعلامیه کې پر روان تاوتریخوالي د علماوو فتواګانو ته هم هرکلی شوي دی.

په اعلامیه کې د څلوراړخیزو غونډو جاري ساتلو غږ شوی او زیاتوي چې بله غونډه به یې له طالبانو سره د سولې له مخامخ خبرو وروسته کېږي.

د سولې د ټینګښت لپاره څلورمه څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون د سېشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په پرانستونکې وینا پیل شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان له خوا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي، د پاکستان له خوا یې سیال عزاز احمد چودري، د چین له خوا په افغانستان کې د چین سفیر یاوجینګ او د امریکا له خوا په افغانستان کې د دغه هېواد شارژدافیر دیوید لیندوال کوله.

XS
SM
MD
LG