د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر مهم پړاو ته داخل شوی دی


کابل: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازیو څلورمه څلور اړخیزه غونډه. ۲۳ فبروري
کابل: د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازیو څلورمه څلور اړخیزه غونډه. ۲۳ فبروري

افغان حکومت د سولې ټينګښت لپاره د څلور اړخیزو ناستو جوړېدل مهم بولي او تاکید کوي چې د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې کار مهمو پړاونو ته داخل شوی دی.

د سولې ټینګښت په موخه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازیو څلورمه څلور اړخیزه غونډه نن د سېشنبې ورځ په کابل کې پیل شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په پرانیستونکې وینا کې له ګډون کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د روانې فبرورۍ میاشتې تر ختمېدو مخکې باید له طالبانو سره د سولې خبرو چوکاټ جوړ کړل شي.

نوموړي په دغه بهیر کې د پاکستان رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر همکارۍ هم ټینګار وکړ.

ښاغلي رباني په خپله وینا کې وویل چې تر اوسه په دغو ناستو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه د همغږۍ ډلې د کاري لایحې تصویبېدل، د لارنقشې برابرېدل او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو لپاره د امکاناتو پر برابرولو د ګډون کوونکو هېوادونو د نظر یووالی د دغو پرمختګونو له مهمو بېلګو یاد کړل.

نوموړي وویل چې حکومت په دې برخه کې د لارنقشې له مخې د ګډون کوونکو هېوادونو عملي، ګټورو او پر وخت اقداماتو ته په تمه دی.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"ډاډه یم چې ننني بحثونه مو د مخکینیو ناستو پرمختګونه زیاتوي. په ځانګړې توګه اسلام اباد کې د همغږۍ په درېیمه ناسته کې چې کومه هوکړه وشوه. موږ غواړو چې دغه ‌ډله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو جزیات د فبروري میاشتې تر پای ته رسیدو مخکې طرح کړي."

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل چې افغان حکومت د روان کړکیچ لپاره د یوې سیاسي حللارې موندلو په هدف یو وار بیا طالبان د سولې خبرو کې ګډون ته را بولي.

خو په ورته وخت کې یې د هغو ډلو پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ چې د ده په وینا تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

د څلوراړخیزو غونډو له درېیو مخکینیو څخه دوې یې په اسلام آباد او یوه یې په کابل کې جوړه شوې وه.

د څلور اړخیزې غونډې په دریمې ناسته کې ګډون کوونکو هېوادونو سولې ته د رسیدو لپاره د لارې نقشه جوړه او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو د ځای او نېټې د ټاکلو لپاره یې هڅې پیل کړې.

د دغه لړۍ په درېیمه ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو دا هم وویل چې د روانې میلادي میاشتې تر اخره به له طالبانو سره د مخامخ خبرو نېټه مشخصه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د همغږۍ په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې همدا رنګه وویل چې د ګډون کوونکو هېوادونو ګډ کار او اقدامات به په سیمه کې د سولې ټينګښت او له ترورېزم سره مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي رباني په دغه پروسه کې د پاکستان ونډه وستایله او هغه یې د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره ګټوره وبلله.

ښاغلي رباني زیاته کړه:

"زموږ د ګاونډي پاکستان ونډه زموږ د ګډو هڅو په بریا کې ډېر اساسي او مهمه ده. هیله ده په دغه ناسته کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان او پاکستان د عالمانو پر ژرو اقداماتو توافق وشي."

له دې مخکې ګڼو افغان چارواکو، جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو په وار-وار پر پاکستان انتقادونه کړي او دغه هېواد یې په افغانستان کې د تروریستي ډلو لوی ملاتړی یاد کړی دی.

که څه هم تراوسه د څلورمې څلور اړخیزې غونډې نتیجه نه ده روښانه خو تمه کیږي چې د بهرنیو چارو وزارت به د دغې ناستې د لاسته راوړنو په اړه له ګډون کوونکو هېوادونو سره یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

د ازادۍ راډيو راپور

XS
SM
MD
LG